اوچا: اړمنو افغانانو ته د مرستې لپاره د ښځینه کارکوونکو ونډې ته اړتیا ده

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون اداره یا اوچا وايي چې په افغانستان کې اړو خلکو ته د مرستو د رسولو په چاره کې د ښځینه کارکوونکو ونډې ته اوسمهال خورا ډېره اړتیا لیدل کېږي.

اوچا پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان له درېیو یوه برخه وګړي د ژوند ژغورنې مرستو ته اړ دي، په خوندي او بامفهومه ډول او له خنډ پرته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو برخې اخیستنې ته اوس تربل هروخت زیاته اړتیا لیدل کېږي.

د طالبانو حکومت نژدې یوه میاشت مخکې په کورنیو او نړیوالو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې په غبرګون کې یې ډېرو خیریه ټولنو خپل ځینې فعالیتونه وځنډول او دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ژمي په سړو کې خلک په بېساري ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.