راشدخان په شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې

راشد خان

د افغانستان د شلو اورونو لوبډلمشر راشدخان د نړۍ په کچه په شل اوریزو سیالیو کې د وېکټو اخيستونکو په ډله کې دویم مخکښ توپ اچونکی شو.

خان په ۳۷۱ شل اوریزو سیالیو کې پوره ۵۰۰ وېکټې اخيستي دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د سویلي افریقا په لیګ کې د پرېټوریا کپيټل لوبډلې پر وړاندې په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخیستې چې په دې سره یې د ټولو شل اوریزو سیالیو د وېکټو مجموعه پنځه سوو ته ورسېده.

خان اوسمهال د ویسټ اینډیز له لوبغاړي ډوېن براوو وروسته په دویم مقام کې ځای لري.

راشدخان د شلو اورونو سیالیو پیل د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر میاشتې په ۲۶ نېټه د زمبابوې پر وړاندې وکړ.

نوموړي په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ۱۲۲ وېکټې اخيستي دي او پاتې ۳۷۸ وېکټ یې د سوداګریزو نړیوالو لوبو مجموعه ده.

خان تر دې دمه په شل اورونو کې ۴ ځل پينځه وېکټې اخستي دي. هغه په ټوله کې په ۶،۳۹ ایکانومۍ سره توپ اچونه کړې ده.

د یادونې ده چې راشدخان تر دې دمه د افغانستان پر ملي لوبډلې سربېره په ۲۸ بېلابېلو لوبډلو کې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي.