د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

راشد خان د ممبيي 'کیپ ټاون' لوبډلمشر وټاکل شو


راشد خان
راشد خان

د سویلي افریقا په سوداګریز لیګ کې د ممبيي کیپ ټاون لوبډلې په خپلو ټولنیزو پاڼو خبر ورکړی دی چې افغان لوبغاړی راشد خان یې خپل لوبډلمشر ټاکلی دی.

راشدخان تر دې وړاندې د هندوستان غوره لیګ د تېر کال په سیالیو کې د ګجرات ټایټانز مرستیال لوبډلمشر و.

نوموړي په نړیواله کچه دوه ځل د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبډلمشري هم کړې ده، خو دواړه ځل له لوبډلمشرۍ لاس په سر شوی دی.

د سویلي افریقا لیګ لومړی سېزن به د راتلونکي زېږدیز کال (۲۰۲۳ ) په جنورۍ میاشتې کې پيل شي.

XS
SM
MD
LG