کرکټ بورډ: له افغانانو د کرکټ خوښي اخیستل په خپله د بشر ضد ګام دی

د افغانستان کرکټ بورډ

وروسته له هغې چې د بشر حقونو نړیوال سازمان اړوند د اسټرالیا څانګې د کرکټ له نړیوالې شورا د افغان کرکټ ادارې د غړیتوب د ځنډېدا غوښتنه وکړه، کرکټ بورډ یې په غبرګون کې ویلي چې له افغانانو باید دا خوښي وانخیستل شي.

د کرکټ بورډ د رسنیزې څانګې مشر عبدالله خان پکتاني ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې افغان کرکټ د کرکټ نړیوالې شورا یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ښاغلی پکتانی وړاندې وايي: "دغه حقیقت نړیوال هم مني او افغانستان کرکټ نړۍ ته ډېر لوی نومونه او استعدادونه وړاندې کړي دي، خو دا چې یادې استازې دغه څرګندونې کړي، زه باید ووایم چې له یوه اصل او حق سره بل اصل او حق نه شي له منځه تللی، ځکه افغان کرکټ پورې د ټولو افغانانو خوښۍ او ویاړونه تړلي دي او همېشه یې د دوی پر مخونو خوښي خپره کړې ده"

هغه د بشر حقونو د دغه سازمان د غوښتنې په تړاو وايي، که دوی په خپل موقف ټینګار وکړي نو دا په حقیقت کې په خپله هم د بشر ضد ګام دی.

د نوموړي په وینا چې کرکټ اوسمهال د افغانانو د خوښۍ ستره ذریعه ده او هېڅوک باید دا خوښي له افغانانو وانخلي.

د بشر حقونو په نړیوال سازمان کې د نړیوال نوښت مسوولې مینکي وردن پرون دوشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په غبرګون کې یې د کرکټ له نړیوالې شورا/ای سي سي غوښتي چې د دې هېواد د کرکټ غړیتوب وځنډوي.

د یادونې وړ ده چې د جنورۍ میاشتې په دولسمه نېټه د اسټرالیا کرکټ ادارې هم پر ښځو او انجونو د لګول شویو محدودیتونو له امله له افغان لوبډلې سره په مارچ میاشت کې د ۳ یو ورځنیو لوبو د نه ترسره کولو پرېکړه وکړه چې د افغان کرکټ ادارې، لوبغاړو او مینوالو له سخت غبرګون سره مخ شوه.