طالبانو په ګرمسیرو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه رخصت کړل‌

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چې اوسمهال د طالبانو په کنټرول کې دی.

طالبانو په ګرمسیرو ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه تر يوې اوونۍ‌ رخصت کړل‌.

د ‌دې وزارت ویاند ضیاالدین هاشمي ازادي راډيو ته وويل، دا پرېکړه یې ځکه شوې چې د نوي سمسټر لپاره بشپړ چمتووالی نه‌و نېول شوی‌.

دی وايي، تر اوسه د مخکېني سمسټر نتایج نه‌دي چمتو شوي او د دې لپاره چې دا چاره بشپړه شي، پوهنتونونه یې تر يوې اوونۍ‌ رخصت شول‌.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، یو ډېر شمېر علمي کادرونه چې د پوهنتون استادان هم په کې شامل وو، له افغانستان ووتل چې دې چارې په علمي بنسټونو خورا منفي اغېز کړی.

په ګرمسیرو ولایتونو کې په داسې حال کې پوهنتونونه د یوې اوونۍ لپاره رخصتېږي چې طالبانو تېره اوونۍ د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.

د طالبانو له دې پرېکړې سره سم په کور دننه او بهر تند غبرګونونه ښودل کېږي او دغه راز په یو شمېر ولایتونو کې تاوتریخجن لاریونونه کېږي او استادانو استعفاوې کوي.

په یوه تازه مورد کې طالبانو په کندهار او هرات کې همدا نن له معترضو محصلانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کړی او د خپرو شویو ویډیوګانو پر اساس طالبانو د کندهار پر محصلانو یې ډزې هم کړې دي.

تراوسه د لسګونه استادانو د استعفاګانو راپورونه خپاره شوي دي.