د سپین بولدک - چمن سیمه کې طالبانو او پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

د چمن دروازه

د کندهار د سپین بولدک - چمن په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې.

د سپین بولدک د طالبانو د مطبوعاتو مسوول علي محمد حقمل ازادي راډيو ته د یوه پیغام په استولو د جګړې د پېښېدو خبره وکړه، خو د تلفاتو یادونه یې نه ده کړې.

خو له سیمې ازادي راډيو ته په رسېدلو عکسونو او ويډیوګانو کې ښکاري چې د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلي او د ماشومانو په شمول ځينې کسان ټپيان شوي.

د ډيورنډ کرښې هاخوا بیا د لږ تر لږه پنځلسو کسانو د ټپي کېدو خبره ځایي پوځي چارواکو رسنیو سره شریکه کړې او ویلي یې دي چې ټپیان د چمن روغتون ته وړل شوي.

د راپورونو له مخې طالبانو د شېرو اوبو په سیمه کې پوسته جوړوله چې د ډيورنډ کرښې له هاخوا پرې ډزې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې پر پېښه خواشیني وښوده او ویې ویل چې جګړه د پاکستاني عسکرو له لوري په ډزو سره پیل شوې.

هغه زیاته کړه: "اسلامي امارت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې یوه معقوله لار ګڼي، منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي."

تېره یکشنبه هم په دې سیمه کې درنه جګړه شوې وه چې دواړه غاړو ته لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۳۰ نور ژوبل شول.

هغې نښتې د پاکستاني چارواکو تُند غبرګونونه وپارول او طالب ځواکونه یې په پاروونکو اقداماتو تورن کړي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي.