د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
وولکر ټورک همداراز په افغانستان کې د علني اعدامونو او د دُرو په وسیله د سزاګانو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.
په افغانستان کې د بشري حقونو د روانو اندېښنو په اړه احمدتکل د ښځو د حقونو له فعالې نظیفې حقپال سره مرکه کړې.
مېرمن حقپال په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو ډېری سرغړونې په کومو برخو کې ترسترګو کېږي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5