د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ د طالبانو حکومت د دفاع وزیرات له سرپرست ملا یعقوب مجاهد سره کتلي دي.
دغه وزارت تېره ورځ ناوخته په خپله ټوېټر پاڼه د ملا یعقوب مجاهد له قوله لیکلي، چې نوموړي ټام وېسټ ته دا ډاد ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
په دغه توېټ کې دا هم ویل شوي، چې نوموړي له ښاغلي وېسټ دا هم غوښتي، چې امریکا او نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
تر اوسه له دغې لیدنې کوم عکس یا ویډیو نهده خپره شوې او ښاغلي وېسټ هم په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري تر وژلو وروسته د طالبانو د ځینو چارواکو پر سفر بندیزونه ولګول.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې باور دی، چې د امریکايي چارواکو او د طالبانو د ځوان نسل تر منځ خبرې اترې ښايي، د افغانستان د اقتصادي ناورین د هواري په برخه کې ګټورې تمامې شي.
د امریکا او افغانستان تر منځ ډېری ستونزې شته، ټولې په یوه ورځ نه هوارېږي
نوموړي ازادي راديو ته وویل: "دا په حقیت کې یوه ازموینه ده، د دې ځوان نسل لپاره، د امریکا او افغانستان تر منځ ډېری ستونزې شته، ټولې په یوه ورځ نه هوارېږي، خو که یوه یوه هواره شي ګټه به یې د افغانستان خلکو ته وي، ځکه چې اوس خلک له اقتصادي ناورین سره مخ دي او امریکا بیا هم کولای شي ځني کارونه وکړی، چې اقتصاد ښه شي."
په روسیه کې د افغانستان د سفیر پخوانی مرستیال همایون محتاط بیا په دې باور دی، چې دا لیدنې کتنې د بن د کنفرانس په شان غونډې ته د زمینې برابرولو او په افغانستان کې د یو سیاسي منطقي بهیر د رامنځته کولو لپاره دي.
ښاغلی محتاط وايي: "مونږ به په نږدې راتلونکي کې ښايي د بن کنفرانس په شان د یوې غونډې شاهدان و اوسو، خو د طالبان اوسنۍ کړنلارې او کارونو ته په کتو دا بیا ستونزمنه برېښي، خو امریکا په افغانستان کې له روان وضعیته خوښه نهده، او لوېدیځوال هم په همدې توګه او دوی دې نتیجې ته رسیدلي، چې په هر ډول وي په افغانستان کې سیاسي پروسه منطقي شي."
په دې اړه نور: يعقوب مجاهد ټام وېسټ ته: د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښېږيکه څه هم د طالبانو حکومت تل په دې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو به ضد نه کارول کېږي خو د سیمې یو شمېر هېوادونو تازه د هندوستان په پلازمېنې نوې ډهلي کې ویلي، چې د القاعده، داعش، د پاکستان د طالبانو تحریک او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعاله دي.
د یادونې ده، وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو د یهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې افغانستان لپاره د هغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېست جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.