زابل کې یوې مېرمنې لسګونه نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

د زابل د مرکز کلات څخه لرې د کاکړانو په نوم سېمه کې یوه مېرمن په رضاکار ډول د خپل کلي نجونو ته لومړنۍ زده کړې ورکوي.

زابل کې یوې لوستې مېرمنې د ښوونکې په توګه شاوخوا سلو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې.

د زابل د مرکز کلات څخه لرې د کاکړانو په نوم سیمه کې دغه پېغله په رضاکارانه ډول د خپل کلي نجونو ته لومړنۍ زده کړې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي دي.

نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زابل راپور