د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

ولسمشرکرزی: د زده کړو مخنیوی د افغانانو محتاج ساتل دي


ولسمشر کرزي د ښوونځي د زنګ په وهلو سره ښوونیزکال په افغانستان کې پیل کړ او ویې ویل، هغه کسان چې د زده کړو مخه نیسي؛ هڅه کوي چې، افغانستان او افغانان له احتیاج څخه خلاص نشي.

جمهور رییس کرزي د شنبې په ورځ د ۱۳۹۲ ښوونیز کال د پیلیدو په مراسمو کې په کابل کې وویل چې؛ لاهم په افغانستان کې سلګونه زره ماشومان له ښوونځيو لرې پاتې دي او د پاکستان په قبایلي سیموکې هم د ده په خبره زده کوونکي له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

ښاغلی کرزي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې؛ ټول خلک د زده کړې حق لري او هرڅوک چې په هرنوم د چاه د دې حق د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډ ګرځي نو له انسانیت او پرمختګ سره دښمني کوي:

"که ښوونځي په پاکستان کې بندوﺉ او که یې په افغانستان کې بندوئ، که په پاکستان کې ښوونځي سوځوﺉ او که یې په افغانستان کې سوځوﺉ.

که په کندهارکې پر نجونو زده کوونکو تیزاب شیندﺉ او که په تخار کې یا په سوات، باجوړ او وزیرستان کې نجونې زده کوونکې مصموموﺉ دا له انسان او انسانیت سره دښمني ده.

دا یوه داسې هڅه ده چې، د دې سیمو خلک بیوزله،اړاو محتاج پاتې شي."


ولسمشرکرزي وویل، افغانستان له نورې نړۍ څخه په هره برخه کې ډیر وروسته پاتی دی او د دې ستونزې د جبران لپاره باید هلې ځلې زیاتې شي او ټول خلک پرخپلو اولادونو لوړې زده کړې وکړي.

جمهور رییس کرزي دیني علماوو او قومي مشرانو ته په خطاب وویل چې؛ ماشومان او ځوانان زده کړو ته وهڅوي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې؛ په دې برخه کې ستونزې او ناخوالي را پیدا کوي.

په عین حال کې د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک وویل چې؛ سږ کال به په افغانستان کې څه باندې یو اعشاریه شپږ ملیون تنه زده کوونکي ښوونځي ته ځي چې؛ د پام وړ فیصدي یې نجونې دي.

ډاکټر وردک د پوهنې په برخه کې ډیرو لاس ته راوړنو ته هم اشاره وکړه؛ خو ویې ویل چې، یو لړ جدي ستونزې لاهم د پوهنې پر وړاندې پرتي دي چې د حل لپاره یې باید ټول سره لاسونه ورکړي:

"د ښوونځي د عمر درې ملیونه ماشومانو تر تیرکاله پورې زده کړو ته لاس رسی نه درلود، لاتراوسه هم زموږ اته ملیونه وګړي چې، د پنځلسو او پنځه څلویښتو کلونو ترمنځ عمرونه لري؛ له سواده څخه بې برخي دي.

زموږ یوازې پنځوس فیصده ښوونکي معیاري زده کړې لري، یعنې یا څوارلسم پاس دي او یاهم له هغې یې لوړې زده کړې کړي.

لاتراوسه هم پنځوس فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یا په خیمو او یا هم په نورو نا مناسبوځایونوکې درس وایي."


ده وویل چې، څلور سوه یو اویا ښوونځي په کندهار،هلمند،ارزګان او زابل کې لاهم تړلي دي او لسګونه زره ښوونکي په تیره ښځینه ښوونکې اوس هم له لازمو مسلکي زده کړو څخه برخمنې نه دي.

د دې ترڅنګ په ښوونځیوکې د درس ټیټ کیفیت، پیچلی تعلیمي نصاب، پر وخت د ښوونکو د تنخواوو نه ورکونه او د زده کوونکو نه خوندیتوب هغه نورې ستونزې دي چې خلک او زده کوونکي ورته ګوته نیسي.
XS
SM
MD
LG