د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحدهایالاتونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لهخوا د رامنځته شوي ګواښ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي.
انټوني بلېنکن وايي، دا ډاډ باید تر لاسه شي چې ترهګر افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ د یوه خوندي ځای په توګه نه کاروي.
د سیاسي مسایلو له شنونکي قریب الرحمن شهاب زموږ همکار د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: له افغانستانه د ټروریزم د ګواښ په باب د امریکا تازه اندېښنه په څه معنی ده؟
د ښاغلي شهاب مرکه د لاندې غږیز فایل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5