کابل ته د رباني کهر سفر څه اهمیت لري؟
کابل ته د رباني کهر سفر څه اهمیت لري؟
Your browser doesn’t support HTML5
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر نن افغانستان ته ورسېده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغې لومړی د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، تعلیم، سوداګري او ځینو نورو موضوعاتو خبرې اترې، افغانستان ته د حنا رباني کهر د سفر مهم اهداف بلل شوي.