ریچارډ بینیټ: په افغانستان کې ښځې یوازې نه پرېښودل کېږي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، د نړیوال قانون له مخې، د جنسیت پر اساس مجازات د انسانیت پر وړاندې یو جرم دی.

بینیټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، مجازاتوونکو سره به حساب کتاب کېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې په افغانستان کې به ښځې یوازې نه پرېښودل کېږي.

د نومبر میاشتې ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، چې له دې نېټې وروسته د ۱۶ ورځو لپاره کمپاین پیل شوی دی، چې په دې برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.