روسیې د افغانستان شمال کې د داعش پر فعالیتونو اندېښنه وښوده

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد يې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې له فعالیتونو اندېښمن دی.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ضمیر کابلوف دا خبرې نن د مسکو فارمټ په ناسته کې د افغانستان په اړه کړي دي.

د کابلوف په خبره روسیه د افغانستان په شمال کې په هغو سیمو کې د داعش د وسله والو د موجودیت په اړه اندېښنه لري چې د مرکزي اسیا د هېوادونو سره پر پولو پرتې دي.

نن مسکو د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه دی.

دې غونډې ته طالبان نه دي وربلل شوي.

تر د مخکې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي وو، داسې ناستو ته د افعانستان نه بلل به له روسیې سره د دوی پر اړیکو منفي اغېزه وکړي.

د مسکو فارمټ د تېر کال په ناسته کې طالبانو ته بلنه ورکړی شوی وه.

په نننې ناسته کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغیزستان، قزاقستان او روسیې استازو ګډون کړی دی.

له دې هېوادونو څخه هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.