د طالبانو لهخوا د معترضه مېرمنو د نیولو په دوام ادعا کېږي، چې طالبانو یو بله معترضه مېرمن فرحت پوپلزۍ هم نیولې ده.
د افغانستان د (خود جوشه مبارزه مېرمنو ټولنې) د ټولنیز رسنیو مسوله او د دغه خوځښت له بنسټ ایښودنکو راضیه بارکزۍ ادعا کوي، چې همکاره یې فرحت پوپلزۍ د سه شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوې ده.
هغې ازاد راډیو ته وویل: "فرحت پوپلزۍ درې ورځې وړاندې له خپل پلار سره د طالبانو لهخوا ونیول وشوه، مبایل یې ترې واخیسته او د طالبانو په کنټرول کې و، موږ ته ميسج راغی چې فرحت له ګروپ نه ریموف کړئ، فرحت مو له ګروپ نه ریموف کړه، خو له هغې وروسته فرحت نه هیڅ احوال نهلرو، نه یې کورنۍ ځواب وايي او نه بل څوک."
"فرحت جان د سه شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو لهخوا ونیول شوه"
سره له دې چې د نوموړې د بندې کېدو اصلي لامل نهدی معلوم خو د فرحت پوپلزۍ بله همکاره مریم نایبي وايي چې اغلې پوپلزۍ تر ډېره د اعتراضیه غونډو د عکسونو او دغه شان د ویډو ګانو په خپرولو کې ونډه درلوده او ښايي د بندي کېدو یو لامل یې هم همدا وي.
نوموړې وايي: "فرحت جان د سه شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو لهخوا ونیول شوه، تر اوسه له هغې دقیقه اطلاع نهلرو چې ولې نیول شوې، خو تر کومه ځايه چې زه په جریان کې یم دغه نجلۍ په ډېری اعتراضیه غونډو کې ونډه درلوده او د طالبانو د تاوتریخوالي عکسونه او ویډوګانې به یې خپرولې، نوموړې دغه شان د خود جوشه مېرمنو د حرکت اډمېنه هم وه، د طالبانو په ضد په لومړنیو اعتراضیه غونډو کې چې حرکت لهخوا کېده فرحت پهکې له بنسټ اېښودونکو وه."
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد او د امنیتي ادارو ویاندویانو يې په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښځو یوه بله فعاله ظریفه یعقوبي هغه مهال له خپلو څلور همکارانو سره د طالبانو لهخو ونیول شوه، چې د (ښځو د برابرۍ لپاره د افغانستان د مېرمنو خوځښت) د موجودیت اعلان یې کاوه.
د فرحت همکارانې ادعا کوي چې د نوموړې خور او اوښی هم په همغه ورځ د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې معترضه مېرمنې له بهر نه امر اخلي تر څو د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.
د دوو معترضو مېرمنو ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزۍ نیول کېدو نورې معترضې مېرمنې هم اندېښمنې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت دفتر (یوناما) د ظریفې یعقوبي له نیول کېدو وروسته وویل، چې په دې اړه یې له طالب چارواکو سره اړیکې نیولي دي.
په دې اړه نور: د طالبانو لهخوا د فعالې ظريفه يعقوبي نيونې غبرګونونه پاروليیوناما ویلي و، چې د ظریفې یعقوبي او څلور همکارانو د وضیعت په اړه یې چې په کابل کې نیول شوې دي له طالبانو د وضاحت غوښتنه کړې ده.
یو شمېر ښځینه فعالانو لکه فوزیه کوفي او ځینو نورو د معترضو مېرمنو نیول کېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د معترضو ښځو په نیول کېدو سره په افغانستان کې دښځو له فعالیته ویره لري.