له اوږده ځنډ وروسته، د امریکا او طالبانو استخباراتي چارواکو دوحه کې سره لیدلي دي.
له دوه میاشتو د زیاتې مودې تېرېدلو وروسته، د امریکا متحدهایالاتو او طالب چارواکو سره بیا رسمي خبري کړي.
د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري له وژل کېدو وروسته، د دواړو لوریو رسمي بحث دی چې په دوحه کې شوی.
سيانان نن راپور ورکړی دا خبرې چې د شنبې په ورځ شوي، په کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهن او د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم ګډون کړی و.
د دې خبرو اترو ټول رسمي جزییات لا نهدي معلوم، خو سيانان د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکي، دواړو خواوو له ترهګرۍ سره په مبارزې بحث کړی.
سرچینه وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی توماس ویسټ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت استازو هم دې خبرو کې ګډون درلود.
په دې اړه مو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتل خو ځواب مو تر لاسه نه کړ.
له کله چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمنالظواهري ووژل شو او امریکايي چارواکو ادعا وکړه چې د نوموړي د مېشت ځای په اړه د حقاني شبکې معلومات درلودل، دې عملیاتو طالبان غوسه کړل.
طالب چارواکو د پلازمینې کابل په شېرپور سیمه کې د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو په اړه بېخبرې ښودلې او په دې اړه یې د څېړنو له پیل خبر ورکړی، خو داسې مهال چې له هغې پېښې څه د پاسه دوه میاشتې تېرېږي، لا هم د طالبانو د څېړنو جزییات رسنیز شوي نهدي.
Your browser doesn’t support HTML5
که څه هم امریکايي او طالب چارواکو د جولای له۳۱مې راهیسې تر پرونه نهو لیدلي، خو بیا هم په دې لړ کې د امریکايي مارک فریرکس او حاجي بشر نورزی تبادله وشوه.
او دغه شان سپینې ماڼۍ هم تېره میاشت له طالبانو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې همکاري "د پرمختګ په حال کې" بللې وه.
په دوحه کې امریکايي او طالب چارواکي داسې مهال د ترهګرۍ ضد مبارزه بحث کوي چې روانه اوونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرستې کارین دیکر وویل، هېڅکله به افغانستان کې نظامي مداخله ونه کړي.
په دې اړه نور: کارين ديکر: امريکا به په هيڅ صورت افغانستان کې لاسوهنه ونهکړيامریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې به د القاعده او داعش خراسان څانګې ضد عملیات روان ساتي، خو طالبان بیا دا ډول عملیات د افغانستان په خاوره یرغل تعریفوي.
امریکا په افغانستان کې له القاعده وروسته، د داعش خراسان څانګې د فعالیت په اړه هم اندېښمنه ده، او داسې مهال چې دې ډلې خپل بریدونه روان ساتلي، طالبان یې لا هم جدي ګواښ نه ګڼي.