د ملګرو ملتونو یوې ادارې او د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د بشري مرستو رسونې په وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، په اګست میاشت کې د دوی د مرستې رسونې په وړاندې ۱۲۹ ځلې خنډونه جوړ شوي دي.
ضیا الحق وايي، د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په خبره یې بشري مرستې تر حوزو رسېږي، خو تر خلکو نه.
هغه وویل: "دلته مرستې راځي، کله چې حوزو والا ته راشي، پر جوماتونو یې نه ګرځي، هغه حوزې والا سره کښېني، حوزې ته نږدې کسانو ته مرستې رسېږي، نورو خلکو ته نه."
د ازادۍ راډیو یوه بل اورېدونکي چې خپل نوم یې نه دی یاد کړی د بشري مرستو د وېش د څرنګوالي په باب ویلي: "مرستې راځي، داسې کسانو ته ورکول کېږي، چې په موټرو کې راغلي، مسکینانو ته نه رسېږي. له طالب مشرانو غوښتنه کوم، دغه مرستې چې راځي دوی دقت په کې وکړي."
دا توضیحات نه دي ورکړل شوي، چې بشري مرستې ولې د طالبانو له خوا پر خلکو وېشل کېږي او طالبانو ته کومې ادارې دا مرستې ورسپاري.
په وروستیو کې طالبان، چې پر افغانستان واکمنان دي، د ځینو نړیوالو ادارو له خوا د بشري مرستو د رسونې په وړاندې د خنډونو په ایجاد تورن شوي دي.
عبدالروف ارزګانی، چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د پروان امنیه قوماندان و، وايي طالبانو پخوا هم د بشري مرستو د چارو په وړاندې خنډونه جوړول.
هغه وايي: "د تېر جمهوریت په وخت کې هم طالبانو او تروریستي ډلو په هغو ساحو کې چې حضور پیدا کاوه د بشري مرستو مخه نیوله. دوی نه یوازې د بشري مرستو، بلکې د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین د کمپاین مخه هم نیوله. شاهدان یو چې واکسیناتوران وهل شوي او حتی وژل شوي دي."
د تېر جمهوري نظام چارواکو په وار- وار تور لګاوه، چې طالبان حتی د بشري مرستو له کاروانونو باج اخلي او په ځینو مواردو کې یې دغه بشري مرستې یرغمل کولې.
دغو چارواکو ویلي چې طالبان اوس هم په ځینو مواردو کې له هغو پخوانیو تاکتیکونو کار اخلي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په چنګاښ/ سرطان میاشت کې ویلي وو، چې طالبان د بشري مرستو په بهیر کې مداخله کوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې دوی په دې اړه خپلې اندېښنې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړې دي، خو طالبانو پر دې موضوع رسماً کومه تبصره نه ده کړې.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو پخوانی ویاند جنرال اجمل عمر شینواری وايي، طالبانو له پخوا راهیسې دا ډول اقدامات کړي.
شینواري وویل: "د دوی اعمال د ۱۳۷۷ او ۱۳۷۸ل کال راپه دې خوا مطلق تروریستي دي او د تروریستي ډلو تر تاثیر لاندې دي. د سیمه ییزو هېوادونو د ګټو لپاره له دوی په تروریستي عملیاتو کې ګټه اخیستل شوې ده. له بده مرغه چې د جمهوریت په موده کې هم دوی د هغو ټولو هغو ابادیو او سوکالۍ مخه نیولې چې د ولس سوکالي او ښه راتلونکې په کې نغښتې وه. اوس چې دوی حاکم شوي، له بده مرغه د ولس، وطن او تاریخ په مقابل کې هېڅ ډول مسوولیت نه مني."
ښاغلی شینواری وايي، دوی وخت ناوخت د طالبانو د دغسې هڅو په وړاندې پوځي عملیات هم کول، چې لاسته راوړنې به یې درلودې.
اوس طالبان چې پر افغانستان واکمنان دي، لا هم د دغو بشري مرستو په وړاندې د خنډ په ایجاد تورن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په وروستیو کې ویلي، یوازې په تېره اګست میاشت کې په افغانستان کې د دوی د مرستې رسونې په وړاندې ۱۲۹ پېښو کې خنډونه رامنځته شوي چې ۷۰ سلنه يې د طالب وسلهوالو له لوري وو.
اوچا ویلي دي، چې په تېره اګست میاشت کې ۲ مرسته رسوونکي وژل شوي، څلور ټپیان شوي او ۱۴ نور توقیف شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیټس په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي وو، پر افغانستان واکمن طالبان د ملګرو ملتونو د هغو هڅو په وړاندې خنډونه جوړوي، چې هدف یې دغه هېواد ته د بشري مرستو رسول دي.
په ملګرو ملتونو کې د مدیریت د څانګې متخصص ادریس ماموندزی وايي، په اغېزناک ډول د بشري مرستو د تنظیم لپاره باید څو ټکي په پام کې ونیول شي.
ماموندزي زیاته کړه: "هڅه دې وشي چې د افغانستان بانک د داسې کمېټې په لاس کې وي چې هغه په بشپړ ډول خپلواک وي، پر دغه بانک د چارواکو یا حکومت کوم اغېز نه وي. هغه ترسیلات چې له بهره راځي د دې بانک له لارې وشي. له دې سره به په افغانستان کې د اسعارو کموالی کم شي، سوداګریز کارونه به چټک شي. دویم هغه مرستې چې افغانستان ته راځي د هغوی لپاره یوه ټولنیزه کمېټه جوړه شي، چې د ملګرو ملتونو په ټولو ادارو کې استازولي ولري، د نړیوالو انجوګانو استازي هم وي، هغه لویې پروژې چې منظور کېږي، د دوی له نظره تېره شي."
بېلابېلو ادارو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی او ګڼې ادارې هڅه کوي چې دغو اړو کسانو ته د بشري مرستو د رسونې چارې یقیني کړي.
وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، د افغانستان بانکي نظام ګډوډ شو او افغانستان ته نړیوال پولي انتقالات ټکني شول.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیټس ویلي، چې دا ستونزه د دې سبب شوه، چې د مالي مرستو د رسونې چارې هم اغېزمنې شي.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد دا نه تاییدوي چې طالبانو دې د بشري مرستو د رسونې پر لار خنډ ایجاد کړی وي.
مجاهد وویل: "دا خبره موږ نه تاییدوو. دېته لېواله یو چې یو څوک راشي د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي. د مرستې رسونې په چارو کې هم موږ مرسته کوو. کله- کله داسې کېږي چې دا مرستې شفافې نه وي او پروسیجر یې واضح نه وي. اړو کسانو ته نه رسېږي. په دې برخه کې امارت مسوولیت لري چې هغه مدیریت کړي او له شفافیت یې ځان ډاډه کړي، دا د خنډ په معنی نه ده، د همکارۍ په معنی ده."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وایي، ملګرو ملتونو په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد ډالره افغانستان ته لېږدولي، څو د میلیونونو هغو افغانانو لاسنیوی وشي چې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
یوناما تېره اوونۍ په یوه ټوېټ کې د دغو مرستو وضاحت ورکړی او ویلي یې دي دغه نغدي مرستې یوه سوداګریز بانک ته ورکړل شوي نه د طالبانو چارواکو ته اوس پر افغانستان واکمن دي.
تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو وویل چې، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې یې له افغانستان سره د بشري مرستو اندازه یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته ورسېده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر په زیاتېدو دی، اوس اندېښنې دا دي، چې دغه سلګونه ملیونه ډالره به څنګه تر اړو کسانو رسېږي او تر دې مخکې په دې پروسه کې د شفافیت لپاره کوم ټکي په پام کې نیول شوي او بله دا چې پر دغو مرستو چې تر ډېره بشردوستانه اهداف لري، د طالبانو اغېز څومره دی.