د طالبانو په هوايي ډزو د ښځینه اعتراض کوونکو پاشل کېدل

Your browser doesn’t support HTML5

نن په کابل کې د معترضو ښځو راټولېدنه د طالب ځواکونو په هوايي ډزو سره وپاشل شو. دغو ښځو د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله مظاهره کړې وه. هممهاله یو شمېر نورو ښځو چې د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې راټولې شوې وې د "تعلیم زموږ حق دی" شعارونه ورکول.