ډيپلوماټ خپرونه:
ډیپلوماټ خپرونې له چین څخه افغانستان ته د اورګاډي د یو درې میاشتنۍ امتحاني دهلیز د پرانیستو په اړه لیکلي چې، له دې لارې به د چین محصولات له قرغزستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته ځي او د افغانستان صادرات به هم په همدې لاره چین ته ځي.
خپرونه وايي ددې نوي دهلیز له لارې د چینايي مالونو لومړۍ جوپه د سه شنبې په ورځ د چین په سین کیانګ ایالت کې د کاشغر له ښاره قرغزستان اوش ښار ته واستول شوه چې له هغه ځایه به د ازبکستان له لارې د افغانستان په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر ته ورسیږي.
د دې دهلیز په اړه هوکړه د سیپټمبر په ۱۱مه نېټه په تاشکند کې د څلور واړو هېوادونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې وه.
ډیپلوماټ په دې لیکنه کې وړاندې وايي، تمه ده چې د ژجیانګ په نوم به د اوسپنې پټلۍ د اتحادیې یو خصوصي شرکت په هر پړاو کې تر پنځه زرو کانټینرونو پورې چینايي مالونه افغانستان ته ولېږدوي.
ددې دهلیز په کارولو به له چین څخه افغانستان ته د مالونو د رسېدو لاره دوه اوونیو ته رالنډه شي.
خو ډیپلوماټ په دې برخه کې درې اندېښنو ته اشاره کوي چې، له دې یوه هم د خپرونې په وینا دا ده چې په ازبیکستان، قرغزستان او افغانستان کې د چین پانګونو ته د شک په نظر کتل کېږي.
بله اندېښنه چې خپرونې یاده کړې دا ده چې ددې پروژې د پرمختګ په صورت کې یې د مالي تمویل په اړه پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
خپرونې دې ته هم اشاره کړې چې د قرغزستان او چین په پولو او همدارنګه په افغانستان کې اوږد مهالي امنیتي ترینګلتیاوې هم موجودي دي چې د دې دهلیز له لارې راکړه ورکړه ننګولی شي.
واشينګټن ټايمز ورځپاڼه:
واشینګټن ټایمز ورځپاڼې بیا د امریکا د متحدو ایالتونو پر هغې پرېکړې لیکنه کړې چې د افغانستان له کنګل شوې پانګې څخه درې نیم میلیارده ډالر د سویس یو بانک کې افغانستان سره د مرستې یو صندوق ته استوي.
واشینګټن ټایمز لیکي: "د افغانستان سره د مرستې صندوق " پر دې هېواد د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دې پیسو ته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د لاسرسي د مخنیوي لپاره جوړ شوی او موخه یې د عامو افغانانو د اقتصادي ننګونو راکمول دي."
د واشینګټن ټایمز په وینا د امریکا متحده ایالتونه به د نورو نړیوالو شریکانو سره د دې صندوق له لارې د افغانانو د ژوند د بهتره کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، دا درې نیم میلیارد ډالر به په چې سویس ته یې د استولو پرېکړه شوې په هیڅ ډول د طالبانو د حکومت لاس ته ورنه شي ځکه په وینا یې طالبان ددې مالي ستراتیژۍ برخه نه دي.
پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ وروسته، په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان پانګې کنګل شوې او له دې هېواد سره نړیوالې مرستې ودرېدې چې له کبله یې دننه په افغانستان کې فقر او بشري بحران زیات شو.