په افغانستان کې د منځنیو ښوونځیو او لېسو د نجونو زده کوونکو پر تعلیم بندیز هغه موضوع ده چې د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش له تازه څرګندونو وروسته یوځل بیا مهمه شوه.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېر یوه کال کې په دې برخه کې د افغانانو او د نړیوالو ټولنو او هېوادونو غوښتنې له پامه غورځولې دي.
ګوټرش د جمعې په ورځ وویل چې د نجونو د ښوونځیو د تړلو زیان به ټول افغانستان ته ورسېږي.
په دې اړه احمدتکل د ښځو د یووالي او پیوستون د اتحاد د غړې او د نجونو د تعلیم د حقونو د یوې فعالې نظر پوښتلی.
دې مېرمنې چې په امنیتي دلایلو نه غواړي نوم یې خپور شي د مرکې په پیل کې پر نړیوالې ټولنې ځکه انتقاد وکړ چې د دې په وینا پر طالبانو لازم فشار نه راوړي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5