د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته بګرام هوايي ډګر کې کاروبارونه ټکني شوي

بګرام هوايي ډګر

د فرانسې خبري اژانس راپو ورکړی چې له بګرام هوايي اډې نه د امریکایانو وتلو واړه کاروبارونو په ټپه درولي دي.

په راپور کې راغلي دي چې، له بګرام هوايي هډې نه د بهرنیانو له وتلو وروسته دغلته د کوچنیو کاروبارونو سقوط په لویه کې د افغانستان اقتصادي تصویر وړاندې کوي چې په بهرنیو مرستو او جګړې پورې تړلی دی.

سیف الرحمان د بګرام ولسوالۍ د کوچني بازار د هغه اتیا کسانو له اوسېدونکو دی چې، په ورځني ډول به يې دغتله نږدې ۳۰ ډالره ګټل.

د بګرام دغه اوسېدونکي د فرانسي خبري اژانس ته ویلي دي، په سیمه کې يې د ناټو او امریکا د پوځيانو د حضور پر مهال سلګونه کسانو له بګرام نظامي هډې بهر د کار د پیدا کولو لپاره ساعتونه انتظار ایسته، خو اوس هیڅوک دغلته نه‌ځي او هر څه خراب شوي دي.

دکانداران وايي، اوس يې دکانونه او کاروبار پخوانۍ مزه نه‌لري.

دغه راز عبدالحلیم چې د باګرام په ولسوالۍ کې يې له تېرو دولسو کلونو راهیسې دوکانداري کوله وايي، له دې سیمې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته يې کاروبارونه له لاسه ورکړي دي.

"اوس مرستې نه راځي، اسلامي امارت یوازې له افغانستانه عوايد راټولو"

نوموړی وايي: "مخکې دلته سوداګري وه، دلته نږدې ۳۰ هېوادونه موجود ول، خلکو پیسې درلودې، نو په دې بنسټ دلته سوداګري وه، اوس مرستې نه راځي، اسلامي امارت یوازې له افغانستانه عوايد راټولوي، له نورو هېوادونو هیڅ مرسته نه راځي، اوس دلته هر څه په ټپه ولاړ دي او بې‌وزلي خپل وروستي حد ته رسېدلې ده."

د دغه دوکاندار په خبره پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سوداګري هغه پخوانۍ مزه نه‌لري.

هغه ويلي: "موږ به د شپې تر دولسو بجو مشتریان درلودل، خو اوس مازیګر وختي دوکان بندوو، اوس سهار له اتو بجو وروسته دوکان خلاصوو خو مخکې به سهار ملا اذان سره دوکان ته راتلو، ځکه چې خلکو به سودا کوله، د سهار د ناشتې لپاره، اوس چې یوه بوجۍ اوړه ان ۲۷۰۰ افغانیو ته رسېدلي نو څنګه به خلک په سهارنۍ ناشتو کې ښه شیان وخوري.؟"

د بګرام پوځي هډه

د باګرام بازار یو بل دوکاندار شاه ولي وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې نسبي امنیت راغلی خو کاروبار له منځه تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې یو کال کېږي، زیات خلک بې‌کاره دي او د دې هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تربلې خرابیږي.

که څه هم ملګرو ملتونو ویلي دي چې، په افغانستان کې بې‌وزلي په بې سارې ډول زیاته شوې خو د طالبانو حکومت ویلي دي حالات دومره هم خراب نه دي څومره چې يې بهرنیان يې ښيي.

په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو خپل شل کلن حضور د تېر کال د اګسټ په ۳۰ مه پای ته ورساوه.