د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

امرالله صالح: په بګرام هوایي اډه کې بهرني ځواکونه مېشت شوي


بګرام هوایي اډه
بګرام هوایي اډه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ادعاوې ردوي چې ګوندې په بګرام هوایي اډه کې پاکستاني او چینايي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان په بګرام هوایي اډه کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه ادعاوې.

د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه بهرني ځواکونه د بګرام هوایي اډې په ځینو داخلي برخو کې میشت شوي او د حقاني ډلې غړو ته پوځي روزنه ورکوي.

امرالله صالح
امرالله صالح

ښاغلي صالح لیکلي، چې دا موضوع به ډېره وخته پټه پاتې نه شي.

که څه هم نوموړي د دغو ځواکونو د هویت په اړه څه نه دي لیکلي خو د تېر جمهوري حکومت د ملي دفاع وزارت یو پخواني مرستیال تمیم عاصي پر ټویټر لیکلي، په بګرام هوایي ډګر کې چینایي او پوځي پوځیان د طالبانو پر روزنې بوخت دي.

ښاغلي عاصي لیکلي: "دا چینایي او پاکستاني ځواکونه د بګرام هوایي اډه کې په څه بوخت دي؟ او د چا په اجازه راغلي؟ دومره وخت د جګړه د بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره نه وه؟"

خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

د طالبانو د حکومت ګ ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې دا څرګندونې له حقیقت لرې دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه وویل:" په بګرام کې د چینایانو یا کومو نورو بهرنیو اتباعو شتون زه بالکل په کلکه ردوم، دا د هغو کړیو خبره ده چې دوی ماته خوړلې او فکر کوي چې زموږ رهبري به د هغوی په شان وي او په پوځي برخه کې به په پردیو اتکا کوي، زموږ پوځي ځواکونه د افغان استادانو لخوا په ښه توګه روزل کېږي، په دې برخه کې د بل چا مرستې او همکارۍ ته اړتیا نه لیدل کېږي."

د بګرام هوایي پوځي اډه کې د دغو بهرنیو ځواکونو د مېشت کېدو ادعا داسې مهال کېږي، چې څو موده مخکې بي بي سي د یوې ویډیو په خپرېدو راپور ورکړی وه چې قطري ځواکونه د کابل په هوایي ډګر کې مېشت شوي دي او د دغه ډګر مسئولیت پر غاړه لري.

په ویډیو کې د کابل هوایي ډګر دننه برخه ښکارې چې قطري ځواکونه د تمریناتو په حال کې وې خو هغه مهال هم طالبانو دغه راپور رد کړی وه.

په تېرو شلو کلونو کې د بګرام هوایي ډګر د بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه، ان تر دې چې د امریکا د ولسمشرانو په ګډون د ناټو سازمان لوړي چارواکي او د خپلو ستر تېرو لیدو ته همدې اډې ته راتلل او له نږدې به ورسره د افغانستان د جګړې په اړه خبرې او پلانونه شریکول.

خو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو څو ورځې مخکې دا ستره هوایي اډه په بشپړه توګه تخلیه او طالبانو ته په لاس ورغله.

XS
SM
MD
LG