د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

هغه افغان ژباړونکی چې بایډن یې ژغورلی و ونه توانېد، له افغانستانه ووځي


په دوه زره اتم کال کې جو بایډن سناتور و او هغه وخت د کانګرس دوه نورغړي جان کري او چېک هېګل له ده سره یوځای په هیلکوپټر کې سپاره وو چې د واورې توپان شو او هیلکوپټره مجبوره شوه چې په یوې لېرې سیمه کې کښیني.
په دوه زره اتم کال کې جو بایډن سناتور و او هغه وخت د کانګرس دوه نورغړي جان کري او چېک هېګل له ده سره یوځای په هیلکوپټر کې سپاره وو چې د واورې توپان شو او هیلکوپټره مجبوره شوه چې په یوې لېرې سیمه کې کښیني.

هغه ژباړونکی چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې یې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د واورې له یوه توپانه ژغورلی و، ونه توانېده چې تېرو دوو اونیو کې په الوتکو کې د کابل له هوایي ډګره بهرته ولاړ شي. دی اوس پټ دی.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، په دوه زره اتم کال کې جو بایډن سناتور و او هغه وخت د کانګرس دوه نورغړي جان کري او چېک هېګل له ده سره یوځای په هیلکوپټر کې سپاره وو چې د واورې توپان شو او هیلکوپټره مجبوره شوه چې په یوې لېرې سیمه کې کښیني.

په دې وخت کې دا اندېښنه وه چې طالبان برید ونه کړي، خو دا خبریال چې وال سټریت ژورنال د محمد په مستعار نوم یاد کړی دی په بګرام کې د امریکا د چټک غبرګون له ځواکونو سره په تماس کې شو او دا ځواکونه له واورو پټو غرونو ته پسې ورغلل، جوبایډن یې له نورو امریکایي سناتورانو سره وژغوره.

دې ژباړونکي د دوشنبې په ورځ د کابل له هوایي ډګره د بیړنیو الوتنو په وروستۍ ورځ وال سټریټ ژورنال ته وویل چې ولسمشر بایډن ته سلام کوي او هیله یې دا ده چې دی او کورنۍ یې په افغانستان کې هېره نه کړي.

جین ساکي وویل، د امریکا پیغام دې ژباړونکي ته دا دی چې له ده مننه کوي.
جین ساکي وویل، د امریکا پیغام دې ژباړونکي ته دا دی چې له ده مننه کوي.

د ورځپاڼې د راپورله مخې، محمد اوس له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره په کابل کې چې طالبانو نیولی دی یوځای پټ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو د دفتر مشرې د سې شنبې په ورځ وویل، متحد ایالاتونه غواړي چې له دې ژباړونکي سره مرسته وکړي.

جین ساکي خبریالانو ته وویل، د امریکا پیغام ده ته دا دی چې له ده مننه کوي چې تېرو شلو کلونو کې د امریکایانو ترڅنګ و او اوس یې له افغانستانه باسي او متحد ایالاتونه د ده د خدمت منندوی دي.

XS
SM
MD
LG