کرزی: تېر یوه کال کې د مرګ ژوبلې کمښت پرته نور هر څه منفي و

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، تېر یوه کال کې پرته له دې چې یوازې مرګ‌ژوبله کمه شوې، نور هر څه منفي و.

ښاغلي کرزي د انډیا ټوډی سره خپله مرکه چې پرون خپره شوې ویلي، اوسمهال افغانان له لویو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان پخواني واکمن ویلي، باسواده افغانان هره ورځ له وطن وځي او تر خوا یې اقتصادي وضعیت به یوه ډېر بد حالت کې دی.

حامد کرزي د افغانستان د دولت سقوط هم لویه ضایعه بللې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار ته په اشارې ویلي، افغانستان هغه مهال پرمختګ کولای شي چې هلکان او نجونې یې زده‌کړې وکړي او سړي او ښځې یې اوږه په اوږه د خپل هېواد لپاره کار وکړي.

حامد کرزی داسې مهال تېر یو کال د افغانانو لپاره له ستونزو ډک بولي چې سبا د طالبانو په لاس د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط لومړۍ کلیزه ده.