د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

کرزی: کنګل شوې پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نه‌ دي، د افغانستان د خلکو دي


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په غبرګون چې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو نیمه برخه به چې ۳.۵ میلیارد ډالر کېږي، په امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د تاوان په ډول ورکړي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دا پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نه‌ دي بلکې د افغانستان د خلکو دي.

ښاغلي کرزي دا خبرې د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وکړې.

حامد کرزي وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن باید په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي: "دغه پیسې د هېڅ کوم دولت او یا هېڅ کوم حکومت نه دي، دغه پیسې د افغانستان د خلکو پیسې دي، اسامه بن لادن افغانانو نه و را وستلی، اسامه بن لادن خارجیانو راوستی و؛ د افغانستان خلک هم د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو په څېر د هغه د کړنو قرباني دي؛ څوک قرباني ته جزا نه ورکوي."

حامد کرزي وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن باید په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي.
حامد کرزي وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن باید په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي.

ښاغلي کرزی، پر ټولو افغانانو او امریکایانو غږ وکړ چې په کلکه د جوبایډن د دې پرېکړې مخالفت وکړي او د عملي کېدو مخه یې ونیسي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چې دغه پیسې باید مصرف نه شي:​ "هغه نیمایي نورې پیسې چې امریکا وایي افغانستان سره د بشري مرستو لپاره به وکارول شي، هغه خو زموږ خپلې پیسې دي؛ ته زموږ خپلې پیسې څنګه موږ ته بېرته د مرستو په نوم راکوئ؟ ته زموږ پیسې د کومک په نوم بېرته موږ ته راکوئ چې موږ هغه بهرنیانو ته چې دلته راغلي تنخواه ورکړو؟ نه هېڅکله هم نه؛ موږ هغه پیسې د بشري مرستو په برخه کې نه استفاده کوو، هغه د افغانانو پیسې دي او باید وساتل شي."

حامد کرزي وویل، په پوره توان د طالبانو حکومت سره مرسته کوي چې ټولې پیسې ترلاسه او امریکایانو ته د تاوان لپاره ورنه کړل شي، خو هغه دا هم وویل، ډېر امکان شته چې امریکا دا پرېکړه پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره کړي وي، خو په خبره یې د افغانستان ملت له ستونزو سره مخ کوي.

د امریکا د جمهور رییس جوبایډن د جمعې د ورځې دا اجرايي فرمان، په افغانستان کې او له افغانستانه بهر له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی او د ا پرېکړه ناعادلانه بلل شوې.

د افغانستان بانک په یو اعلامیه کې ویلي، افغانستان هېڅ وخت دا پرېکړه نه مني چې یادې زېرمې دې د بشري مرستو یا غرامت په نامه د بل چا په اختیار کې ورکړل شي او په دې اړه د بیا کتنې ترڅنګ د ټولو اسعاري زېرمو د ازادولو غوښتنه کوي.

پرون په کابل کې، په دې تړاو خلکو لاریون هم کړی و.

XS
SM
MD
LG