د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

مظاهرې: بایډن دې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کابل کې یوه ډله خلکو د امریکا له خوا د افغانستان د اسعاري زېرمو په تړاو د ولسمشر جو بایډن د وروستي فرمان په غبرګون مظاهره وکړه.

یوه لاریونوال چې خبرې یې په محلي ټلوېزیونو خپرېدې وویل: "دا د افغانستان شتمني ده بانکي سیسټم یې له منځه ځي. موږ په کلکه غوښتنه کوو چې جو بایډن دې خپله پرېکړه بېرته واخلي."

د طالبانو حکومت ټينګار کړی چې د امریکا د ولسمشر وروستی فرمان دوی ته د منلو نه دی.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند د طالب چارواکو غبرګون داسې بیان کړی: "افغانستان هېڅکله دا پرېکړه نه مني چې یادې زېرمې دې د بشري مرستو یا غرامت په نامه د بل چا په اختیار کې ورکړل شي او په دې اړه د بیا کتنې ترڅنګ د ټولو اسعاري زیرمو د ازادولو غوښتنه کوي."

د طالبانو ملاتړي باید غرامت ورکړي نه افغانستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې امریکا دې د افغانستان ټوله کنګل شوې شتمني خلاصه کړي، څو په مټ یې د افغانانو ترینګلي بشري او اقتصادي وضعیت ته رسیدګي وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې امریکا دې د افغانستان ټوله کنګل شوې شتمني خلاصه کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې امریکا دې د افغانستان ټوله کنګل شوې شتمني خلاصه کړي

هاخوا د طالبانو د حکومت د یوې مخالفې ډلې (د مقاومت جبهې) د نړیوالو اړیکو مسوول علي میثم نظري په خپل ټوېټر لیکلي: "دا زېرمې باید ترهغو خوندي وساتل شي چې 'د ده په خبره' د ټولو افغانانو یو استازی حکومت نه وي جوړ."

هغه زیاته کړې: "د طالبانو ملاتړي باید غرامت ورکړي نه افغانستان."

د ولسمشر بایډن د جمعې ورځې د اجرايي فرمان له مخې په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې ۷ میلیارډه ډالره زېرمه په دوو برخو وېشل کېږي.

نیمايي یې د سېپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شوې او پاتې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره لګول کېږي.

د سېپټمبر د ۱۱مې حملې په ۲۰۰۱م زیږدیز کال کې په افغانستان کې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې وشوې. هغه مهال د امریکا حکومت د طالبانو له حکومته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو طالبانو دا غوښتنه ونه منله او په نتیجه کې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو واکمني یې وپرځوله.

XS
SM
MD
LG