د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

کرزی: که حکومت ټول ګډونه وي، رسمیت نه پېژندنې ته یې پلمه نه پاتې کېږي


د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی
د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او وايي چې نړیواله ټولنه به دغه شان حکومت په رسمیت وپېژني.

د ښاغلي کرزي په باور، ټول ګډونه حکومت هغه چې د افغانستان ټول خلک په کې خپل ځان وویني او ښخې او نجونې په کې د زده کړو حق تر لاسه کړي.

نوموړی وايي: "د طالبانو حکومت او موږ د افغانستان خلک هرکار چې دننه هېواد کې اړتیا وي، باید ويې کړو. ټول خلک باید تر یو چتر لاندې راټول کړای شي. داسې حکومت باید جوړ کړای شي چې د افغانستان ټول خلک په کې خپل استازي وګوري. مېرمنې باید بېرته کارونو او نجونې د زده کړو مراکزو ته ستنې شي، هرکار چې د افغانستان د خلکو لپاره ښه دی، باید ترسره یې کړو او کله مو چې دغه کار وکړ، هېڅ دلیل به موجود نه وي چې نړیواله ټولنه موږ په رسمیت ونه پېژني، هغوی به قطعآ راځي او تشخیص به کوي."

ښاغلی کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو هم په وار-وار له نړیوالو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني.

خو نړیوالو هم چې کوم شرطونه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي، مهم هغه یې همدا د ټول ګډونه حکومت جوړول، د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی دی، کوم چې د دوی په وینا طالبانو لا په دې برخه کې عمل نه دی کړی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار د دوام په تړاو افغان نجونو او ښځو هم په وار-وار خپل غږ پورته کړی او په دې تړاو یې په کور دننه او بهر اعتراضیه غونډې او مظاهرې هم کړي دي.

دافغان ښځو مظاهرې له سړکونو اوس کورونو ته شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د ښاغلي کرزي د ورستیو حرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې افغان مېرمنو او نجونو ته د زده کړو او کار کولو زمینه برابره او هغوی ته خپل مشروع حقونه ورکړي.

مجاهد زیاته کړه: "موږ ویلي دي، اسلامي امارت د مېرمنو ټول مشروع حقوق ورکوي. موږ ژمن یوو چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې مېرمنو او نجونو ته د زده کړو او کار کولو زمینه مساعده کړو، خو د طرز العمل لپاره لږ وخت ته اړتیا ده، څو دغه برنامه په سم دول عملي شي."

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان له واکمنېدو څلور میاشتې تېرېږي او تېرو ۴ میاشتو کې د دوی حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو او دغه شان په دولتي ادارو کې د ښځو د کار د طرحو جوړولو خبره کوي، خو تراوسه په دې اړه له خلکو او رسنیو سره څه نه دي شریک شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي،اسلامي امارت د مېرمنو ټول مشروع حقوق ورکوي
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي،اسلامي امارت د مېرمنو ټول مشروع حقوق ورکوي

کندهار کې د ښځو د حقونو فعاله شکېبا هاشمي ازادي رادیو ته وايي، طالبان دې د مېرمنو او نجونو د زده کړو او کار کولو لپاره خپلې طرحې طرزالعمل ژر تر ژره بشپر کړي، ځکه په خبره یې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغان مېرمنې فرصتونه له لاسه ورکوي.

اغلې هاشمي زیاتوي: "طالبان باید خپل طررزالعمل وروستی کړي، د طرزالعمل له نهايي کېدو وروسته باید تضمین هم ورکړل شي، څو دغه حقونه موقتي نه وي چې د نړیوالې ټولنې له لوري تر رسمیت پیژندلو وروسته له نجونو او مېرمنو د زده کړو حقونه بېرته واخلي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي، د دیني علماوو ناسته چې ډېر ژر جوړېږي، علما به په کې د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په تړاو خپل نظریات شریک کړي، خو د دغه ناستې کره نېټه هم نه ده شریکه شوې.

XS
SM
MD
LG