د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

طالبان: د حامد کرزي او عبدالله عبدالله را استول شوي لیک باندې غور کوو


له انس حقاني سره د حامد کرزي او عبدالله عبدالله ناسته
له انس حقاني سره د حامد کرزي او عبدالله عبدالله ناسته

افغانستان ته د افغان سیاسیونو د بېرته ستنېدنې او یو شمېر نورو مسایلو په اړه، د طالبانو مشرانو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکېني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله لیک.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت د دې لیک په اړه غور کوي.

مجاهد وویل:" هره مشوره چې موږ ته ورسیږي، موږ په غور کوو، امکانات ورته سنجوو چې هغه عملي شي او بل دا چې دا وسنجول شي چې اوسني وخت کې یې ګټه افغانانو او سیمې او همداراز افغانانو او حکومت ته څه ده؛ان شاء الله وه به سنجول شي که خیر په کې و عملي به شي."

مجاهد وویل، هره مشوره چې موږ ته ورسیږي، موږ په غور کوو
مجاهد وویل، هره مشوره چې موږ ته ورسیږي، موږ په غور کوو

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یک شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې د مخکېني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله سره یې په ګډه د طالبانو د حکومت مشرانو ته یو لیک استولی او په کې یې د یوې بین الافغاني ناستې غوښتنه کړې.

ښاغلي کرزي وویل، په دې لیک کې دا هم راغلي چې د طالبانو حکومت دې افغانستان ته د سیاسي مشرانو د راتګ لپاره هم زمینه برابره کړي.

حامد کرزي زیاته کړه:" ما او ډاکتر عبدالله یو لیک لیکلی او په هغه لیک کې مو د اسلامي امارات سرپرست حکومت ته د یوې وړې بین الافغاني ناستې او افغانستان ته د ټولو سیاسي مشرانو د بیا راتګ لپاره وړاندیزونه کړي؛ هغه څوګ چې ناراضي دي او هم هغه څوک چې بل نظر ولري او بیا د لویې جرګې له لارې د افغانستان د خلکو د ارادې تمثیل ځکه په اوسني شرایطو کې ټاکنې ناشونې دي."

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

دا غوښتنې داسې مهال مطرح کیږي چې د سولې په چارو کې د محمد اشرف غنی مخکېنی استازی او دغه شان پخوا د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي همدا څو ورځې مخکې افغانستان ته ستون شوی او د طالبانو حکومت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په ګډون یې د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو سره کتلي هم دي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د مخکېني حکومت ډېری چارواکي او سیاسي مشران له افغانستان ووتل چې لا هم په یو شمېر ګاونډیو او نورو هېوادونو کې مېشت دي، خو وخت په وخت د رسنیو په ځانګړي ډول ټولنیزو رسنیو له لارې د افغانستان د حالاتو په اړه خپل نظرونه شریکوي.

طالبانو مخکې ویلي چې د دوی حکومت د ټولو افغانانو لپاره عمومي عفوه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG