د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د عمران خان څرګندونو ته غبرګون؛ کرزی: د پاکستان مسلکي کار کوونکو ته اړتیا نشته


پخوانی ولسمشر حامدکرزی
پخوانی ولسمشر حامدکرزی

افغانستان ته د پاکستان له لوري د مسلکي کار کوونکو د استولو وړاندیز ته د جدي او تُندو غبرګونو لړۍ دوام لري.

ګڼو افغان سیاستوالو له هغې ډلې پخواني ولسمشر حامدکرزي لیکلي چې پاکستاني کار کوونکو ته هېڅ ډول اړتیا نه لېدل کېږي.

کرزي په خپل ټوېټر باندې په یو لړ بیانونو کې زیاته کړې: "افغانستان لکونه تعلیم یافته نجونې او هلکان لري چې افغانستان او بهر یې لوړې زده کړې کړي او هېواد ته د کاري قوې د راتلو هېڅ اړتیا نه لېدل کېږي."

کرزي د طالبانو له حکومت هم غوښتي چې افغان ځوانان په دندو وګماري او د دې زمینه برابره کړي چې له وطن وتلي متخصص افغانان بېرته راستانه شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ لوړپوړو پاکستاني چارواکو ته لارښوونه کړې چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته په طبي، معلوماتي ټکنالوژۍ، مالي او حسابدارۍ په برخه کې روزل شوي کسان ولېږي.

خان دا وروستۍ څو اوونۍ د اېپکس په نوم د پاکستان د لوړپوړو حکومتي چارواکو څخه جوړې یوې کمېټې کې د افغانستان په روان وضعیت باندې بحثونه رهبري کوي.

د کاري قوې د استولو او د افغانستان د خرابه اقتصادي او بشري وضعیت په اړه څرګندونې یې هم د جمعې ورځې د اېپکس غونډه کې کړې دي.

د خان څرګندونو ته د غبرګونو په دوام د ګوښه کړای شوي ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح لیکلي: "د افغانستان په دولتي ادارو کې د پاکستان د ملکي او کادري کسانو ګمارنه په دې معنی ده چې د طالبانو نیمګړی او ورک شوی وجود بشپړ شي."

افغان سیاستوالې او پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ هم ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان ته د پاکستان د بشري قوې استول د دغه هېواد په چارو کې د پاکستان لاسوهنه ده.

نوموړې وايي: "دغه رقم څرګندونې د پاکستان له خوا مخصوصاً د عمران خان له خوا دا په افغانستان کې مستقیماً مداخله ده. که دوی ډېره لېوالتیا لري چې له افغانستان سره مرسته وکړي ښه به دا وي چې دوی له مداخلې لاس واخلي او پرېږدي چې افغانان خپله خپل راتلونکی وټاکي. دوی دې په دې فکر کې نه اوسي چې افغانستان کې فکرونه نشته یا متعهد کسان نشته."

افغان سیاستواله او پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ
افغان سیاستواله او پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ

د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو او فعالانو د پاکستان د صدراعظم د څرګندونو په غبرګون لیکلي چې موږ د پاکستان کاري قوې ته اړتیا نه لرو. اکثرو دغو ځوانانو لیکلي چې دوی خپله بېلابېلو برخو کې تحصیل کړی او کاري تجربه هم لري.

په دې تړاو ځینو عامو خلکو هم غبرګونونه ښودلي چې هغه هم دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

خو طالبان بیا وايي چې د پاکستان د صدراعظم خبرې رسنیو ناسمې خپرې کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په دې تړاو ټوېټ کړی چې ګواکې د عمران خان خبرې ناسمې تعبیر شوي.

سمنګاني له ځینو رسنیو (له هغې ډلې اریانا ټلویزیون) سره په دې تړاو خبرې هم کړي: "د پاکستان د صدراعظم عمران خان خبرې سمې نه دي تعبیر شوي. سمې نه دي ژباړل شوي. هغه له دوستو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو مرستې ته ودانګی او په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي او که اړتیا وي په طبي، اقتصادي او غیر برخو کې مسلکي کارکوونکي افغانستان ته ولېږي. هغه د خپل هېواد یادوونه نه ده کړې."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني

د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغانستان له یوه اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ۲۳ میلیونه خلک په کې له لوږې سره مخ دي. د دې بې وزلیو لویه برخه د کاروبار نشتوالی او د لکونه کارکوونکو بې کاري بلل کېږي.

له دې ټولو سره-سره پاکستان داسې وخت افغانستان ته د بشري قوې د استولو تکل لري چې د نړیوال بانک د راپور پر اساس دا هېواد په خپله روان ۲۰۲۲ کال له ستونزمن اقتصادي حالت سره مخ دی او بودجې کثر یې اته فیصدو ته رسیږي. د پاکستان بانک دا کثر څلور میلیارد او اته نیم سوه میلیونه ډالره بللی دی.

XS
SM
MD
LG