ملګري ملتونه: د اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

ارشیف: په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو افغان کډوالو له ډلې د یوې مېرمنې انځور

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ مرستیالې افغانستان او پاکستان ته د سفر په پای کې ویلي، چې دا اداره به د اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې کیلي کلېمنټس افغانستان او پاکستان د سفر په پای کې د بېځایه شویو کورنیو او هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

مېرمن کلېمنټس پرون د غبرګولي په۲۷مه وویل، افغانان غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې یوازې نه دي پاتې او نړیواله ټولنه یې ترڅنګ ولاړه ده.

هغه زیاتوي: "د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري د زده کړو، لومړنیو اړتیاوو، استوګنځي او نغدو پیسو په برخو کې د مرستو له لارې، د هغو کورنیو د ملاتړ هڅه کوي چې غواړي خپل ژوند جوړ کړي. دا کورنۍ له سولې، ثبات، او داسې لارو چارو پرته چې ټولنه او نور هېوادونو یې ملاتړ وکړي بل څه نه غواړي."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، له کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۴۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د دې ادارې په وینا تراوسه مرستندویو هېوادونو او ټولنو یوازې په سلو کې ۵۷ مرستې ورسپارلې دي.

افغانانو سره د نړیوالو د مرستو یو انځور

د د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وویل، چې افغان نجونې او ښځې خورا زیات زغم لري خو د دې په وینا تل د زده کړو او کار په برخه کې د خپلو حقوقو په اړه خبره کوي.

مېرمن کلېمنټس چې تېره اونۍ د ۴ ورځو لپاره په افغانستان کې وه د طالبانو له چارواکو سره ولیدل او همداراز په کابل او هرات کې یې له یوشمېر ښځو او نجونو سره خبرې وکړې.

د د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې له مخې کیلي کلېمنټس د ښځو اندېښنو ته غوږ ونیو او ویې ویل چې د افغانستان د راتلونکې د جوړولو لپاره د نجونو تعلیم اړین دی.

د د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره په کتنه کې هم د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

ملګري ملتونه وايي، اوسمهال په پاکستان کې د قانوني اسنادو لرونکي ۱،۳ میلیون او تر شاوخوا ۱،۵ میلیون پورې بې اسنادو افغان کډوال دېره دي.

دا سازمان د پاکستان د حکومت د ارقامو په حواله راپور ورکوي، چې له تېرکال راهیسې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲۵۰ زره نور افغانان هم پاکستان ته تللي چې ځینې یې په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند وي.