اروپایي ټولنې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه غونډه کړې

بروکسل کې د اروپايي ټولنې دفتر

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي په دغه هېواد کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د چلند په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن چې پرون شنبه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د دغې ټولنې د غړو هېوادونو د استازو د ناستې کوربه و، په افغانستان کې یې د روان وضعیت په اړه بحثونه کړي.

هغه تر ناستې وروسته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په ځانګړې ډول د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو په اړه اندېښنې، همدارنګه، د سیاسي ښکېلتیا نشتوالی او له افغان ولس سره د خپلو ژمنو سره سم د یوې تګلارې په پلي کولو کې د طالبانو په پاتې راتللو بحث وشو."

هڅه مو وکړه، په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر ولرو خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

ذبیح الله مجاهد

خو له دې مخکې مجاهد د جون په درېیمه ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و، چې دوی د ټولو نورو وګړو په ګډون د ښځو اونجونو او دغه شان لږکیو حقونو ته ژمن دي او نړیوال دې په دې اړه اندېښنه نه کوي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي، ښځې له دندو راګرځول شوي او د دوی په واکمنۍ کې هم د تېر جمهوري حکومت په شان د شعیه ګانوعبادت ځایونه، ښوونځي اوعامه ځایونو د داعش ډلې تر بریدونو لاندې راغلي، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز پرون شنبه په افغانستان کې د روان بشري وضعیت او سیاسي مشارکت په اړه په دوو بېلابېلو لیدنو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د تېر جمهوري نظام دملي مصالې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.

د یوناما پر ټویټر پاڼه په دوو بېلابېلو ټویټونو کې یادو کسانو سره د اغلې لاینز د عکسونو په خپرولو سره لیکل شوي چې "مېرمن لاینز له سراج الدین حقاني سره د تروریزم او مخدره موادو پر ضد مبارزې، د بشردوستانه عملیاتو لپاره د همکارۍ د پیاوړتیا او په افغانستان کېد کولرا اوبو اسهال وروستۍ ناروغۍ ته په اړه بحث شوی دی."

په دې اړه نور: د یوناما مشرې عبدالله سره پر ځینو مسایلو خبرې کړي

همدارنګه له عبدالله عبدالله سره یې د لیدنې په اړه، چې تازه بېرته افغانستان ته راستون شوی لیکلي: "افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې یې د شاملولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د کلیدي رول په اهمیت خبري کړې دي."

د یادونې ده، چې په افغانستان کې روان بشري او سیاسي وضعیت هغه څه دي، چې مخکې تر دې هم نړیوالو یې په اړه اندېښنې، مطرح کړې دي.