د روږدو مېرمنو روغتیا پالان وايي، د روږدو مېرمنو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او په روغتیايي مرکزونه کې هم د دوی د درملنې لپاره لازم ظرفیت نه شته.
عادلې په ۱۴ کلنۍ کې د خپلې خوښې پرته واده کړی.
د عادلې د روږدې کېدو کیسې د ژوند د نورو ستختو ستونزو په څېر له هغې د تل لپاره خوښي اخیستې.
هغه وايي: " کله مې چې خاوند له نشه یې توکو استفاده کوله ما هم غوښتل چې له هغه یو یو دود واخلم، یو ځلې دوه ځلې خو په دریم ځلې د تل لپاره روږدې شوم او دا دی اوس اته کاله کېږي چې زه نشه یې توکي استعمالوم."
خو دا یوازې عادله نه ده، چې د کورنۍ غړي یې د روږدې کېدو اصلي عاملان دي، ښايي نور داسې کسان هم وي چې یا د خپل خاوند په وسیله او یا هم د نور خپلوانو له لارې نشه کولو ته تشویق شوي وي.
د عادلې څلور اولادونه دي، مشره لور یې واده شوې خو درې پاتې نور اولادونه یې په غیر مستقیم ډول په نشه اخته شوي دي.
نوموړې اوسمهال په فراه ولایت کې د ښځو او ماشومانو لپاره د مخدره موادو د درملنې په یو مرکز کې بستر ده.
له دې سره هم مهاله روغتیا پالان په دغه مرکز کې د ناروغانو لپاره د کافي امکاناتو د نشتون خبره کوي.
د فراه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالجبار شایق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "زموږ اوسني بسترونه د ناروغانو لپاره اصلاً کافي نه دي، د دې لپاره چې د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او د زیاتو بسترونو لپاره اړتیا ده، زموږ د مرکز بسترونه باید د تقاضا په اساس ډېر شي."
په کابل کې هم د ښځینه وو په روغتون کې ورته حالت دی.
په کابل کې د ښځینو روږدو ناروغاونو د سل بستریز روغتون رییسه ډاکتر شایسته وايي، سره له دې چې په تېر حکومت کې د درملنې او همداراز د ډاکترانو د معاشونو په برخه کې ستونزې وي خو اوس دغه ستونزې زیاتې شوي.
هغې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ خوراکي مواد کم شوي او ناروغانو هم سم نه مړېږي، جامې او تنضیفاتو په برخې کې هم کمښت راغلی، مخکې به موږ د ناورغ لپاره ترکاري درلوده او نور مواد خو اوس موږ د ګازو او نور سون توکو په برخه کې له ستونزې سره مخ یو، موږ ته سره له دې چې ژمنې راکړل شوي او ویل شوي چې امکاناتو مو درته ښه کوو."
له بل پلوه بیا پروین طوفان په فراه ولایت کې مدنی فعاله ده.
نوموړې وايي، د ښځینو روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او دغه چاره د دې لامل شوې چې په ټولنه او کورنیو کې تاوتریخوالی زیات شي.
هغه زیاتوي: "د روږدو کسانو په برخه کې کم کارونه شوي او دا نه شي کولای چې د روږدو کسانو د زیاتېدو مخه ونیسي، دغه چاره د ټولو خواو لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده، کورنۍ اندېښمنې دي، په کورنیو کې تاوتریخوالي مخ په زیاتېدو دی دغه چاره په ټولنه کې د یو ډول بې نظمۍ سبب شوې."
د ازادي راډیو له نشه یې توکو سره د مبارزې ځانګړې خپرونې (د زهرو کاروان) د راپورونو پر بنسټ، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول په نشه یې توکو د روږدو کسانو د ۸۴ مرکزونو څخه نیم هغه یې تړل شوي چې په هغه کې یوه برخه یې د مېرمنو هم ده.
له دې سره خوا کې د طالبان مشر ملا هبت الله میاشت وړاندې د یو فرمان په صادرولو سره د نشه یې توکو کرکیله په ټول افغانستان کې منع وګرځوله خو بیا هم په یو شمېر ګرمیسره ولایتونو لکه هلمند کې کوکنار کرل او ټولېږي.
سره له دې چې د ښځینه معتادینو د شمېر په اړه طالبانو حکومت تازه ارقام نه دي وړاندې کړې خو له دې وړاندې د تېر حکومت د نشه یي توکو د تقاضا د کمېدو ادارې ویلي و چې شاوخوا ۸۵۰ زره مېرمنې له نشه یې توکو استفاده کوي چې په کلني ډول شاوخوا ۲۸۰۰ یې تر درمنلې لاندې نیول کېږي.