د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ویلي، د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د بحث لپاره یې یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې ده.
د طالبانو حکومت د ښځو پر سفر له محدودیت او د حجاب له جبري کولو وروسته د ټلوېزیونونو د ښځینه ویندویانو لپاره د مخ پټول جبري کړي دي.
پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه به تر کله دوام وکړي او دوام یې ښځې له کومو ستونزو سره مخامخ کولای شي.
په دې اړه احمدتکل له افغان سیاستوالې او د ښځو د حقونو له فعالې شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې پر ښځو د طالبانو د نویو محدودیتونو هدف څه دی؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5