د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

د حجاب د طرحې تطبيق؛ ښځې: کورونو کې له تاوتريخوالي سره مخ يو


يو شمېر افغان مېرمنې چې چادرۍ يې اغوستي
يو شمېر افغان مېرمنې چې چادرۍ يې اغوستي

د طالبانو له‌خوا د جبري حجاب فرمان له صادرولو وروسته، په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، په کور دننه ورسره تاوتریخوالی زیات شوی.

یو شمېر افغان نجونې او ښځې ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا د حجاب د جبري کېدو وروسته، نارینه اجازه نه ورکوي چې له کوره د باندې ولاړې شي.

د دوی په خبره، نارینه یې له دې وېره لري چې د ښځو له‌خوا یې د حجاب د نه مراعتولو پر مهال کور په نښه او بیا حوزې ته غوښتل کېږي.

یوه مېرمن چې کابل کې اوسېږي نه او نه غواړي د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل، دا کار د دې لامل شوی چې په کور کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی.

نوموړې ويلي: "له هغه وخته چې طالبانو ویلي ښځې دې بې‌حجابه نه ګرځي، کله چې د اړین کار لپاره هم بهر ځم، د کورنۍ نارینه راسره ډېر بد چلند کوي. حق او ناحق بهانې غواړي. وایي که تاسې ووځئ، موږ ته سر خوږی جوړوئ. طالب مو کور په نښه کوي بیا موږ حوزې ته غواړي."

یوه بله مېرمن چې دا هم نه غواړي د محدودیتونو له امله يې نوم خپور شي وايي، د حجاب د جبري کېدو وروسته، د دوی په کارونو او تګ راتګ محدودیت او کورنی فشار یو په څو چنده زیات شوی دی.

نوموړې ويلي: "په افغانستان کې هسې هم له مېرمنو سره زور زیاتی کېده، خو اوس چې طالبانو د حجاب او محرم خبره رابرسېره کړې، په ښځو یې بېخي د ګرځېدو ساحه تنګه کړې. وخت ناوخته د کورنۍ له‌خوا تند او تېز چلند سره مخ کېږو."

خو د نجیب په نوم یو ځوان وايي، له دې امله چې د طالبانو له‌خوا له کومې ستونزې سره مخ نه‌شي، باید په کور دننه دا ډول محدودیتونه وضع کړي.

ښاغلی نجيب وايي: "موږ له دې امله چې طالبان مو حوزې ته یو نه‌سي او نور سرخوږی را ته جوړ نه کړي، مجبور یو چې ښځې د پخوا په څېر ډېر تګ راتګ ته پرې نه‌ ږدو. که څه هم موږ پوهېږو چې دا دوی د حق پر وړاندې تېری دی، خو موږ مجبور یوو."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ په کور دننه د نارینه‌وو او له کوره د باندې له ښځو سره د طالبانو چلند او پر دوی وضع کړي محدودیتونه د اندېښنې وړ او د بشري حقونو نقض بولي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکريه بارکزۍ
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکريه بارکزۍ

آغلې بارکزۍ وايي: "له بدمرغه په څو تېرو اوونیو کې افغان مېرمنو خپل ټول حقونه له لاسه ورکړل. څومره چې مېرمنې له کوره بهر ځورول کېږي، په همغه اندازه په کورکې دننه هم له بد حالت سره مخ دي. نه څوک شته چې غږ یې واوري او نه یې هم څوک ستونزې حلوي. زه له ټولو کورنیو غواړم چې مېرمنو سره بد چلند مه کوئ دا تورې شپې اخر تېرېدونکي دي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د ثور په اولسمه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لارې د خپل مشرتابه هغه فرمان خپور کړ چې د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو په اړ دی.

د حجاب په اړه د طالبانو په فرمان کې چادري تر ټولو بهترين حجاب بلل شوی.
د حجاب په اړه د طالبانو په فرمان کې چادري تر ټولو بهترين حجاب بلل شوی.

د طالبانو د ځانګړی تعریف له مخې کومې مېرمنې چې حجاب نه مراعت کوي کور به يې په نښه او وروسته به یې د کورنۍ مشر ان امنیتي حوزې ته غوښتل او سزا به ورکول کېږي.

طالبانو دغه شان په ښځو بې له محرمه د اوږد سفر بندیز لګېدلی، ډېری له کار کولو منع شوي، په دولتي رسنیو کې ونډه صفر شوې او له شپږم ټولګي پورته له زد‌‌کړو هم منع شوي دي.

XS
SM
MD
LG