د نړۍ سترو اقتصادي هېوادونو له افغان ښځو سره په روان چلند اندېښنه ښودلې

د جبري حجاب پر ضد د افغان ښځو لاریون. May 10 2022

د نړۍ ۷ سترو اقتصادي هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو سره په روان چلند سخته اندېښنه ښودلې.

د نړۍ ۷ سترو اقتصادي هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو، ښځو، مذهبي او قومي لږکیو سره د طالبانو په چلند نیوکه کوي.

جي۷ ډله چې د بهرنیو چارو وزیران چې په جرمني کې را ټول شوي وو، د خپلې ناستې په پای کې یوه خپره کړې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې څومره ژر کېږي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي له پرېکړې په شا شي او تر خوا یې د اجباري حجاب په اړه خپل فرمان لغوه کړي.

دا ډله په طالبانو غږ کوي، چې د ټول شموله حکومت، د قانون حاکمیت او مدني ټولنې لپاره د معنا لرونکو هڅو سره د اوږدمهاله ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره اړین کارونه وکړي او تر خوا یې د ښځو او نجونو زده‌کړو په ګډون د دوی حقونه خوندي کړي.

د نړۍ د پرمختللي اقتصاد ۷ هېوادونو په اعلامیه کې زیاته شوې: "موږ په افغانستان کې د ټولو لوریو د دوامداره سیاسي ګډون او ټول‌ګډونه حکومت په نشتوالي، ناوړه اقتصادي، بشري او ټولنیز وضعیت، او په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښمن یوو."

جي۷ ډلې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هم غندلی او زیاتوي، تکراري ترهګریز بریدونه د نورو په منځ کې قومي او مذهبي لږکي په نښه کوي او تر خوا یې د افغانستان له خاورې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ګواښ متوجه دی.

کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا پرون په خپله ناسته کې پر دې هم ټینګار کړی، چې د تېرکال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، القاعده، داعش او ورسره تړلې ډلې لا هم د نړۍ هېوادونو ته یو جدي ګواښ دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، افغانستان د نړۍ د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد زیاته کړه: "موږ په ټینګار سره ویلي چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او زموږ له‌خوا به هېڅ هېواد ته ستونزه نه‌وي. په دې اړه موږ جدي یوو."

د نړۍ ۷ سترو اقتصادي هېوادونو ترهګري هم غندلې او ژمنه یې کړې چې د مخنیوي او ورسره د مبارزې لپاره به، خپلې هڅې او مرستې نه سپموي.

د جي۷ ډلې ټینګار کړی، چې د تروریزم ضد ټول اقدامات باید د نړیوالو قوانینو سره سم وشي او هغه فکټورونه باید په نښه شي چې د ترهګرۍ د تمویل سره مرسته کوي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، پنټاګون او ځینو نورو هېوادونو هم ویلي و، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته هم، له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي.