په افغانستان کې د ښځو د نهفعالیت او د هغوی د هدفي وژنو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، خو د دې اندېښنو سره سره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د بشري مرستو په چارو کې د ښځو د ونډې زیاتولو ته خوشبین ښکاري.
دا اداره وايي چې دوی د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د بشري فعالیتونو په برخه کې د ښځو په پوره ونډه اخیستو بریالي شوي او له سیمهییزو طالب چارواکو سره د هوکړې له مخې د هغو ښځو شمېر زیات شوی چې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې کار کوي.
د اوچا د راپور پر بنسټ، د هغه ولایتونو شمېر چې د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو د ونډې او فعاليت د تأمين اړوند هوکړه پهکې شوې وه له درېيو څخه ۱۴ ته لوړ شوى دى او په دې برخه کې د پرمختګ لړۍ نوره هم دوام لري.
د دغې ادارې د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: "له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې «OCHA» په ټولو ولایتونو کې د چارواکو سره په کار کولو بوخت ده ترڅو په بشردوستانه عملیاتو کې د ښځو بشپړ او بېخنډه ګډون ډاډمن کړي. د سپټمبر له دوهمې څخه د اکټوبر تر ۲۸مې پورې، د هغو ولایتونو شمېر چې د ښځو د ونډې په اړه بشپړ توافق پهکې حاصل شوی و، له ۳ څخه ۱۴ ته لوړ شوی دی. د دغو هوکړو نیمایي یې په تېرو دوو اوونیو کې تضمین شوي دي. همدارنګه د هغو ولایتونو شمېر چې پهکې جزئي توافق تضمین شوی، شمېر یې له ۱۶ څخه ۱۹ ولایتونو ته لوړ شوی دی."
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ ناوخته یو راپور خپور کړ چې د بشري مرستو په برخه کې په ځانګړې توګه پر ښځو د بندیزونو په اړه اندېښنه او نیوکه کوي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مشرې هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د بشري مرستو رسولو اړوند برخو کې د ښځو د کار کولو مخه نیول د بشري مرستو مخه نیسي، په ځانګړې توګه هغه نجونو او ښځو لپاره چې د کورنیو مشري کوي.
اغلې بار زیاتوي: "د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه افغانانو ته، په ځانګړې توګه ښځو، نجونو او د کورنیو مشرانو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه نیسي. ښځینه مرسته رسوونکو ته اجازه ورکول چې پرته له کوم محدودیت څخه خپل کار ترسره کړي، د سازمانونو یا تمویل کوونکو لپاره د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره کوم شرط نهدی، بلکې د مرستو رسولو په برخه کې یوه عملیاتي اړتیا ده."
په همدې حال کې یو شمېر ښځینه فعالانې چې تر ډېره په بشري برخه کې کار کوي وايي چې دا مهال خپل کارونه په پټه مخې ته وړي.
د پروان ولایت د ښځو د حقونو یوه فعاله عارفه فاطمي وايي: "د هغو ښځو شمېر چې په بشري چارو کې يې مرسته کول، لهمنځه تللی دی، په دې معنی چې مرستې رسوونکي يوازې باید نارينه وي. موږ کوم فعالیت نهلرو. ښځې په کورونو کې ناستې دي. يوازې ښځې په روغتيايي برخه کې لږ او کم فعالیت لري."
په هرات کې یوه بله مېرمن زهرا محمدي وايي: "د هغو ښځو له ډلې چې له ما سره کار کوي، اوس ټول په پټه کار کوو، موږ بهر کې د کار کولو اجازه نهلرو. یوه ورځ وړاندې مو د ژمني جامو مرسته کولو یو پروګرام درلود، خو اجازه رانهکړل شوه. موږ ته خبرداری راکړل شو، د بشري فعالیتونو په برخه کې موږ ته د کار کولو اجازه نهشته."
خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: "موږ د ښځو د کار نهکولو او نهپرېښودلو مسئله چې ځینو بنسټونو یې ادعا کړې، نهتأییدوو. په هغو سیمو کې چې د ښځو فعالیتونه اړین وي، کومه ستونزه نهشته. د ښځو فعالیتونه به په هر سکټور کې په یوه چوکاټ کې تنظیم شي."
طالبان د بشري حقونو د سازمانونو هغه انتقادونه ردوي چې د دې ډلې لهخوا ښځو ته د بشري حقونو په برخه کې د کار کولو اجازه نهورکول کېږي، کوم چې د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلې چې د طالبانو هغه قوانین چې اکثره ښځې د مرستندویه کارکوونکو په توګه له کار کولو منع کوي، په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي.
راپور زیاتوي چې په بادغیس ولایت کې طالبانو هغو ښځو ته اجازه نهده ورکړې چې د بشري مرستو رسولو په برخه کې یې کار کاوه. په نورو دوو ولایتونو بامیان او دایکنډي کې بیا طالبانو ویلي چې ښځینه مرستندویه کار کوونکو ته یوازې د خلکو د اړتیاوو په اړه د معلوماتو راټولولو او ارزولو په برخه کې د کار کولو اجازه ورکول کېږي.
په ۱۶ نورو ولایتونو کې بیا طالبانو ویلي چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو سره له دفتره بهر یو نارینه محرم باید وي.
په ۱۱ ولایتونو کې ښځینه مرستندویه کارکوونکو ته یوازې د روغتیا او تعلیم په پروګرامونو کې د کار کولو اجازه ورکول کېږي، مګر دوی یې د بشري مرستو په نورو برخو لکه د خوړو وېش او نورو اړتیاوو څخه منع کړي دي.