ویدیو: هوایي ډګر ته نږدې له دوو بریدونو وروسته کابل
Your browser doesn’t support HTML5
امریکايي چارواکي باور لري چې د کابل د نن ورځې د بریدونو مسوول داعش وسله واله ډله ده.
د رویترز خبرې اژانس د امریکا د دولت د دوه سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا چارواکي کلک باور لري چې د داعش ډلې خراسان څانګه د کابل د هوايي ډګر د چاودنو مسووله ده.
له دې سره سم د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د کابل پيښه "ترورستي او وحشتناکه برید" بللی.
رویترز د طالب چارواکو له قوله لیکلي چې په دې حمله کې ۱۳ ملکیان وژل شوي.
خو یو شمېر نورو رسنیو د مړو او ټپیانو شمېر له سلو ډېر ښودلی دی.
د برید په وخت کې په زرګونو خلک د دې لپاره چی په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیته وتښتني د کابل هوايي ډګر ته راغلي.