کابل کې د کاناډا پخواني سفیر له څرګندونو د افغان حکومت هرکلی او د پاکستان غبرګون

په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کرېس الکساندر

په افغانستان کې د کاناډا د پخواني سفیر کرېس الکساندر له وروستیو څرګندونو د افغان حکومت هرکلی او د پاکستان غبرګون.

د افغانستان جمهور رئیس له لومړي مرستیال وروسته د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دوا خان مینه‌پال هم د ښاغلي الکساندر د وروستیو څرګندونو په تأیید سره وايي، پاکستان د وسله‌والو طلبانو په وسیله په افغانستان کې نیابتي جګړې مخته وړي.

ښاغلي مینه‌پال د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۱» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا اوس ټولو ته روښانه ده چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه کوي او دا د خپلو نیابتي جنګیالیو په واسطه چې هغه طالبان دي پر مخ وړي او تل‌یې د افغانستان او نړۍ سره دوه مخې پالېسي غوره کړې ده."

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دوا خان مینه‌پال

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا خبره ردوي او تبلیغات‌یې ګڼي.

طالبانو په تېره کې هم ورته دا ډول ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې و چې پاکستان سره د یو ګاوندي هېواد په شان اړیکې پالي.

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کرېس الکساندر تېره ورځ په خپل ټویټر لیکلي و چې پاکستان په افغانستان کې د نیابتي جګړې په لټه کې دی.

دغو څرګندونو ته بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته‌یې خپره کړه تند غبرګون ښودلی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د افغانستان په سوله کې خپل ګټور رول لوبولی دی.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دغه ډول څرګندونې روانې ښې اړیکي او د سولې په برخه کې روان پرمختګ له خنډ سره مخ کولای شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کاناډا له حکومت څخه غوښتې چې د دې څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي.

خو د افغان جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د کاناډا د پخواني سفیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، دا د شااوخوا ۱۰ ملیونه افغانانو غږ دی.

د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح

ښاغلي صالح تېره ورځ ناوخته په خپل تویټر ولیکل، دا د هغو سلګونه بهرنیو ډیپلوماتانو چپ غږ دی چې په افغانستان کې و.

نوموړي وړاندې لیکلي چې بهرنیان د دې لاسوهنو پر وړاندې باید نور غلي پاتي نه‌شي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم افغان چارواکو په وار وار پاکستان په دغه هېواد کې په لاسوهنې تورن کړی، خو پاکستاني چارواکو دا تورونه بې‌بنسټه بللي دي.