د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

یوناما: د افغانستان د سولې خبرې دې په ريښتني ډول پیل او لومړیتوب ورکړل شي


ارشیف، قطر کې د طالبانو سیاسي استازي
ارشیف، قطر کې د طالبانو سیاسي استازي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې یو ځل بیا دوحې ته تللي. یوناما د دې سفر موخه د افغانستان د سولې خبرو د بیا پیلېدو هڅه بولي.

مېرمن لاینز پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) د طالبانو له مرکچي پلاوي سره هم لیدلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: "په دې لیدنه کې افغانستان کې سولې ته په اړتیا او له دې بهیر سره د ملګرو ملتونو په ملاتړ بحث شوی."

یوناما زیاتوي، مېرمن لاینز طالبانو ته ویلي، د سولې خبرې باید په ریښتني ډول پیل او لومړیتوب ورکړل شي، ځکه د سولې خبرې د جګړې د پای یوازینۍ لار او د افغانانو هیله ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې داسې مهال دوحې ته ځي چې هلته د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز

پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) یو شمېر رسنیو خبرونه خپاره کړل چې ګوندې طالبانو د سولې کومه طرحه جوړه کړې او ژر به یې افغان حکومت ته وسپاري.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر دا خبر ردوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته په استول شوي پیغام کې لیکلي: "داسې هېڅ‌ شی نه‌شته."

د افغانستان د سولې په اړه له اوږدې مودې هیله بښوونکی خبر نه‌شته، خو د جګړې د پراخېدو په اړه هره ورځ نوې راپورونه خپرېږي.

تردې چې دې موضوعاتو د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنه هم راپارولې ده.

عمران خانویلي، پاکستان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل په اړه اندېښمن دی
عمران خانویلي، پاکستان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل په اړه اندېښمن دی

پاکستان چې افغانستان کې د جګړې په دوام او له طالبانو په ملاتړ تورن دی، لومړي وزیر یې یو ځل بیا افغانستان کې سیاسي جوړجاړي په رسېدو ټینګار کړی دی.

عمران خان پرون بلوچستان کې ویلي، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل په اړه اندېښمن دی: "اوس یوازینۍ اندېښنه د افغانستان امنیت دی. ما د ایران له جمهور رییس سره هم خبرې وکړې، اوس زموږ او د ټولو ګاونډیانو هڅه دا ده چې هلته یو سیاسي جوړ جاړی وشي، ګډي وډي او اوږده کورنۍ جګړه پیل نه شي. له دې به افغانستان ته چې زموږ ورورڼه دي، تر ټولو زیات زیان ورسېږي، خو موږ ته به یې زیان له کډوالو سربېره دا وي چې مرکزي اسیا سره به زموږ تړلتیا اغېزمنه شي. "

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید هم له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې سره خپل‌منځي خبرو ته کېني: "د عمران خان د حکومت غوښتنه دا ده چې طالبان او جمعیت اسلامي چې په کې اشرف غني، کرزی، عبدالله عبدالله د هغوی د دفاع وزیر او نور دي، دوی سره خپلو کې خپل هېواد افغانستان یا هم دوحه کې کېني. موږ به پرې خوښ شوو، دوی چې هر څوک وټاکي او خپله ستونزه حل کړي، پاکستان به یې ومني. "

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل خپل‌منځي خبرو ته سره کېني
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل خپل‌منځي خبرو ته سره کېني

د افغانستان حکومت بیا ډاډ ورکوي چې افغانستان کورنۍ جګړې ته نه ځي او افغان ځواکونه کولای شي له خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي.

حکومت دا هم وايي چې د سولې هر ډول خبرو ته چمتو دي، خو پر طالبانو او ملاتړو یې نیوکه کوي چې د سولې د خبرو پرځای یې تاوتریخوالی زیات کړی او جګړه یې لومړیتوب دی،هغه څه چې طالبان یې نه مني.

XS
SM
MD
LG