د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د تاشکند غونډه؛ اشرف غني سیمې او نړۍ ته خپل 'اساسي پیغامونه' رسوي


تاشکند کې د ولسمشر غني او د ازبکستان ولسمشر لیدنه
تاشکند کې د ولسمشر غني او د ازبکستان ولسمشر لیدنه

په ازبکستان کې د «مرکزي او جنوبي اسیا: سیمه‌ییز اتصال، فرصتونه او ننګونې» په نوم نړیوال کنفرانس پرون پیل شوی چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ورته وینا کوي.

جمهوري ریاست وايي، نن جمعه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۵» د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس وروستۍ ورځ ده چې پر بېلابېلو مسایلو په‌کې بحث کېږي.

ویل شوي، په دغه کنفرانس کې ۲۵۰ ګډونوال او د ۴۰ هېوادونو استازي برخه لري چې بحثونه‌یې پر تجارتي همکاریو او د امنیتي ګواښونو په وړاندې پر مبارزه راټول دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند لطیف محمود له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه کنفرانس مهم وباله: "دغه ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به په‌کې سیمې او نړۍ ته خپل اساسي پیغامونه رسوي. افغانستان په سیمه کې د اتصال له اړخه مهم نقش لوبولی شي. له بده مرغه ترورېزم د یوې پدیدې په توګه ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی. افغانستان کولای شي د ترانزیټ له نظره مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصل کړي."

د افغانستان ولسمشر مرستیال ویاند لطف محمود
د افغانستان ولسمشر مرستیال ویاند لطف محمود

جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني به نن دغه کنفرانس ته وینا کوي بیا به د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره ټیلیفوني خبرې وکړي، دغه‌راز به د روسیې او کوېټ د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري.

سپینه ماڼۍ وايي، د تاشکند په کنفرانس کې د متحده ایالاتو د پلاوي مشري د سپینې ماڼۍ د کورني امنیت سلاکاره الېزابت شېروډ-رانډال (Elizabeth Sherwood-Randall) کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ورسره د همکاریو پر دوام بحث وکړ.

مېرمن شېروډ-رانډال، پرون د مرکزي اسیا د هېوادونو له استازو سره تر کتنې وروسته وویل: "د دې لپاره چې د افغانستان د راتلونکي لپاره پیاوړی سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړ برابر شي، په‌کار ده هم د افغانانو او هم زموږ د عمومي امنیت لپاره دا کار وشي. دوهمه موضوع چې یادونه‌یې کوم تر «کووېډ-۱۹» وبا وروسته په ټوله سیمه کې اقتصادي احیا ملاتړ او پرمختیا ده."

د تاشکند غونډې په څنډه کې له ولسمشر غني سره د امریکايي پلاوي لیدنه
د تاشکند غونډې په څنډه کې له ولسمشر غني سره د امریکايي پلاوي لیدنه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کنفرانس په څنډه کې له خپل ازبکستاني سیال شوکت میرضیایف سره د اقتصادي همکاریو ترڅنګ، د سرحدي امنیت پر ټینګښت، تجارت، ترانزیټ او د برېښنا د لېږد پر موضوع خبرې وکړې.

ازبکستان په وار وار د افغانستان د سولې په پروسه کې د هر ډول همکارۍ ژمنې کړې دي.

د جمهوري ریاست په ټویټر کې لیکل شوي چې ولسمشر غني پرون د کنفرانس په څنډه کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس. جې شنکر سره هم د همکاریو پر دوام خبرې وکړې.

د ټویټ په حواله د هند د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د ۱۵۰ زره ټُنه غنمو مرستې ژمنه وکړه.

تاشکند کې د ولسمشر غني او د هند د بهرنیو چارو وزیر لیدنه
تاشکند کې د ولسمشر غني او د هند د بهرنیو چارو وزیر لیدنه

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر غني به د کنفرانس پر مهال د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.

پاکستان د افغانستان ځینو سیاستوالو ته له راروانې شنبې تر دوشنبې په یوه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د ارزو ټلوېزیون مسؤل، نور اغا شریفي چې د رسنیو د څارونکي او ګډونوال په حیث د ازبکستان کنفرانس ته وربلل شوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغه کنفرانس کې پر امنیتي تهدیداتو هم بحث کېږي.

ښاغلی شریفي زیاتوي: "له شک پرته د اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره په کار ده افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا د هېوادونو لپاره یو خوندي ځای وي. یوه مسئله چې په دغه کنفرانس کې به جدي بحث ورباندې وشي، د افغانستان د امنیت موضوع ده. دوی هڅه کوي په افغانستان کې پایداره سوله او دایمي امنیت ټینګ شي. په دغه بحث کې یوه جدي موضوع د افغانستان امنیتي ګواښونه دي چې مرکزي او جنوبي اسیا ته زیان اړوي."

په وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو زیاتېدو د تاجکستان ترڅنګ د سیمې ځیني هېوادونه اندېښمن کړي دي.

تر دې مخکې تېره سې شنبه او چهارشنبه په تاجکستان کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د تهاجمي حملو پر زیاتېدو د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې بحث وشو.

تاجکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه
تاجکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه

افغانستان، ایران، بلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي، خو چین، هند، روسیه، تاجکستان، پاکستان، قرغزستان، ازبکستان او قزاقستان د دې سازمان په دایمي غړو کې راځي.

XS
SM
MD
LG