د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

تاشکند کې اقتصادي غونډه؛ ولسمشرغني د افغانستان او ازبیکستان پر اړیکو غږیږي


ارشیف، ولسمشر غني او ازبک سیال یې
ارشیف، ولسمشر غني او ازبک سیال یې

د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) د منځنۍ او جنوبي اسیا او سیمه ییز اقتصادي اتصال فرصتونه او ستونزې په نوم غونډه پیلېږي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون له ۴۰ د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "تاشکند ته د ولسمشر سفر د دوو ورځو لپاره دی په دې سفر کې به ولسمشر د اسیا او جنوبي اسیا د منطقوي اتصال په ناسته کې ګډون وکړي همدا راز به ولسمشر د ازبیکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره د افغانستان او ازبیکستان پر اړیکو وغږېږي، تر ډېره به بحث تر اقتصادي راکړې ورکړې راوڅرخي."

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال
د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال

سپینه ماڼۍ خبر ورکوي چې د تاشکند په غونډه کې د متحد ایالاتونو د پلاوي مشري د سپینې ماڼۍ د کورني امنیت سلاکاره الېزابت شېروډ رانډال کوي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په وینا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به هم دې غونډې ته احتمالاً ورشي او امریکایي پلاوی به د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو ترڅنګ د اُتریش، چک جمهوریت، هنګري، سلواکیا او سلووینیا له مشرانو سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي.

اروپایي ټولنه هم د دې غونډې ترڅنګ غواړي چې د افغانستان د امنیت پر موضوع خبرې وکړي.

د دې ټولنې د بهرنۍ او امنیتي تګلارې مشر جوزېف بورېل د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې وویل چې د تاشکند په غونډه کې به له افغان چارواکو سره دا وڅېړي چې څرنګه د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکولی شو؟

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي تګلارې مشر جوزېف بورېل د تاشکند د غونډې په څنډه کې له افغان چارواکو سره ګوري.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ او امنیتي تګلارې مشر جوزېف بورېل د تاشکند د غونډې په څنډه کې له افغان چارواکو سره ګوري.

ښاغلي بورېل زیاته کړه: "د افغانستان وضعیت به که هلته د لویدیځ پوځیان پاتېږي یا ترې وځي بل ډول وي، خو دا د امریکا پرېکړه ده چې د لویدیځ نورو هېوادونو تعقیب کړه او موږ دې ته ګورو چې څرنګه د افغان حکومت ملاتړ د خپلو پوځیانو له حضور پرته کولی شو. دا هغه څه دي چې زه به د اوونۍ په پای کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په تاشکند کې خبرې پرې وکړم."

د منځنۍ اسیا د هېوادونو د چارواکو اندېښنې د افغانستان امنیت ته په وروستیو کې چې طالبانو په شمال کې یو شمېر ولسوالۍ نیولې دي، زیاتې شوي دي.

پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې هم د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې چې اقتصادي، فرهنګي او امنیتي موضوعاتو ته ځانګړې شوې وه، تر ډېره د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وشوې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین

دې غونډې ته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین وویل: "د شانګهای د همکارۍ سازمان د سولې، اقتصادي پراختیا، له ترهګرۍ، افراطیت او مخدر موادو سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د دولت او خلکو د هڅو ملاتړ کوي. د شانګهای غړي هېوادونه د نړیوالو هڅو په ترڅ کې د افغان لانجې د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرکزي او همغږه هڅو سره همنظره دي."

د افغانستان حکومت په دې باور دی چې افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو د اتصال څلورلارې ده او د اقتصادي همکاریو له لارې د سیمې امنیت هم تامیندلی شي.

XS
SM
MD
LG