د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ملي امنیت: کندهار کې نیول شوي کسان د خبریالۍ جامه کې طالبانو ته کار کاوه


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په داسې حال کې چې په کندهار کې د څلور خبریالانو له نیول کېدو یوه اوونۍ تېرېږي د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، نیول شوي کسان خبریالان نه وو او د خبریالۍ په جامه کې یې د طالبانو په ګټه فعالیت کاوه.

په دغه اعلامیه کې چې د یکشنبې (د زمري ۱۰مه) په ورځ خپره شوي راغلي، دې خبریالانو د زمري په ۳ مه نېټه په سپین بولدک کې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب عمري په ګډون له یو شمېر طالب مشرانو سره د جنرال عبدالرازق په کور کې کتلي او مرکې یې ورسره کړي دي.

بیان زیاتوي چې ملت غږ راډیو د فعالیت جواز نه لري او دغه شان سینهوا خبري اژانس هم ویلي چې صیام یې رسمي کار کوونکی نه دی .

ملي امنیت وايي، دې خبریالانو له طالب مشرانو سره په خپلو مرکو کې هڅه کړې چې طالبان پاک وښيي او په دې توګه د عوامو ذهنیت د طالبانو په ګټه بدل کړي.

خو د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي چې د ملي امنیت له خوا خپره شوې خبرپاڼه د رسنیو د ملاتړو بنسټونو قناعت نه شي ترلاسه کولی.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي، قانون باید په سمه توګه عملي شي: "د ملي امنیت ریاست باید هغه ډول چې قوانین رامنځته شوي تعریف کړي، د قانون مطابق که یوه رسنۍ د قانون خلاف عمل کوي باید هغه د رسنیزو سرغړونو کمېسیون ته وپېژندل شي او که هغه رسنۍ چې جرمي اړخ لري باید رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون یې عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژني نه ملي امنیت ریاست ته."

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر

تېره اوونۍ د ملت غږ سیمه ییزې راډیو درې تنه خبریالان، بسم الله وطندوست، محب الله عبیدي او قدرت سلطاني او عکاس ثنالله صیام چې ویل یې د سینهوا خبري اژانس لپاره کار کوي، د طالبانو تر ولکې لاندې بولدک ولسوالۍ ته له تلو وروسته د راستنېدو پرمهال ونیول شول.

دغې چارې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو تُند غبرګونونه راوپارول او د دې پېښې د روښانتیا غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د بسم الله وطن دوست همکار شمس عمري له ملي امنیته غواړي چې پر وطن دوست کړې ادعا چې له والي یې غوښتي کندهار ولایت طالبانو ته وسپاري ثابته کړي.

دی وايي: "زموږ غوښتنه دا ده هغه پیغام چې بسم الله وطن دوست د کندهار والي څخه غواړي چې ولایت طالبانو ته وسپاري باید خپور شي، بله مساله دا ده چې په کندهار کې ډېری راډیوګانې د فعالیت جواز نه لري په دې برخه کې باید اطلاعاتو فرهنګ وزارت اقدام وکړي."

په همدې حال کې د هرات ولایت څخه راپورونه خپاره شوي چې د سلام وطندار خبریال شکیب شمس او د پژواک خبري اژانس خبریاله ستوری کریمي د یکشنبې (د زمري ۱۰مه) په ورځ د هرات په پُل مالان سیمه کې د طالبانو تر برید لاندې راغلي، خو دوی ته زیان نه دی رسیدلی.

په راپورونو کې راغلی چې دغه خبریالان شااوخوا ۲۰ دقیقې له طالبانو سره بندیان وو، خو وروسته بیا د سپین ږیرو او د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په منځګړیتوب بېرته خوشې شول.

XS
SM
MD
LG