د عامې روغتیا وزارت خبرداری: که د اختر ورځو کې کرونا جدي ونه‌‍ګڼئ، ناورین جوړېږي

ارشیف، د جلال‌اباد دوه اوسېدونکي چې د اختر له لمانځه وروسته غواړي روغبړ او په غېږه د اختر مبارکي وکړي. 01 September 2017

د لوی اختر په رار سېدو سره د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا په احتمالي توګه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښیي.

که څه هم دا وزارت وايي، په 'کووېډ-۱۹' د اخته کېدونو ناروغانو په شمېر کې کموالی راغلی، خو ټینګار کوي چې د اختر په ورځو کې به د کرونا پر وړاندې د خلکو بې‌‍پروايي د یو ناورین لامل شي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال طاهر عثماني د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۸» ازادي راډیو ته وویل: "اختر په خپله د دې ویروس د خپرېدو یو فکټور دی، که خلک روغتیايي سپارښتنې مراعت نه‌کړي د تېر اختر په شان به بیا دا ویروس خپور شي. له خلکو مو هیله ده چې له روغبړ او یو بل کره له تللو ډډه وکړي."

د عامې روغتیا مسؤلان وايي، د دې وزارت د هڅو ترڅنګ د اختر په ورځو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، د خلکو همکاري هم اړینه ده.

دا په داسې حال ده چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲،۶۵۸ مشکوکې پېښې ارزول شوي چې ۹۱۵ په‌کې مثبتې وې او په همدې موده کې ترې ۵۱ کسان مړه شوي دي.

د اختر په رارسېدو سره د کرونا ویروس د لا زیات خپرېدو ته د اندېښنو ترڅنګ د کانګو د تبې ډېروالی، بله وېره ده چې راپیدا شوې.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلان وايي، کانګو یوه ویروسي وژونکې ناروغي ده چې له څارویو انسان ته لېږدېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح په یوې خبري ناسته کې له خلکو وغوښتل، که چېرې پر دې ناروغۍ اخته شي، نو روغتیايي مرکزونو ته دې ورشي.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "کانګو یوه وژونکې ناروغي ده. ټولو خلکو ته مې سپارښتنه دا ده چې د څاروي د حلالولو او غوښې ته د لاس وړلو پر مهال له دستکشو ګټه واخلي. که له غوښې استفاده کوئ، نو ۲۴ ساعته‌یې په یخچال کې وساتئ. که چا ته وینه توېیدنه، درد او تبه پیدا شوه، نو ژر تر ژره دې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي."

د روغتیايي راپورونو له مخې، دا په انسان او څارویو کې ګډه ناروغي، د یوې (حشرې) په چیچلو سره په څارویو کې پیدا او کله چې انسان څاروي ته لاس یوسي ورته انتقالېږي.

ارشیف، د لوی اختر په رارسېدو په ځینو ځانګړو سیمو کې د قرباني لپاره د څارویو راوړل

غوا، پسه او داسې نور د کانګو د تبې عمده لېږدوونکي دي چې مړینې ترې هم رامنځته کېږي.