د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

روغتیا وزارت: که اختر کې سپارښتونو ته پام ونه شي پایلې یې خطرناکه دي


کابل ښار
کابل ښار

د لوی اختر په را رسېدو او دغه شان په بېلابېلو مراسمو او غونډو کې د خلکو ګډون، یو ځل بیا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارولي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که د اختر په ورځو کې خلک روغتیايي سپارښتونو ته جدي پام ونه کړي، پایله یې خطرناکه ده.

د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، خلک لا هم د دې ویروس پر وړاندې عادي چلند کوي: "اوس هم په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې په ډیرېدو دي او موږ د کرونا د درېیمې څپې د اوج په حالت کې یو، خلک د عامې روغتیا وزارت سره همکاري نه کوي هغه په دې معنی چې د عامې روغتیا وزارت لارښونې په خپل ژوند کې نه عملي کوي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده."

ښاغلی علیزی له افغان علماوو غوښتنه وکړه چې د اختر ورځې په خطبه کې کرونا ویروس نه د خوندیتوب په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي دغه شان د تورفنګس د ناروغۍ د مخنیوي برخه کې هم له خلکو د جدي همکارۍ غوښتنه کوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې تر دا اوسه په دغه هېواد کې په ۱۵ کسان په تور فنګس اخته شوي او دا ناروغي هم د پراخېدو په حال کې ده.

په ورته وخت کې، یو شمېر ټولن پوهان بیا په بېلابېلو مراسمو او غونډو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه اندېښنه ښيي.

له دې ډلې عارف هلالي وايي، که څه هم خلکو ته په دې برخه کې عامه پوهای ورکړل شوی خو د عامې روغتیا وزارت اړوند بنسټونه باید په یاده برخه کې زیات کار وکړي: "د عامې روغتیا وزارت له لوري چې کومې سپارښتنې شوي هغه نه عملي کېږي، اوس هم خلک د ودنو په تالارنو کې فاتحه خانو کې او دغه شان په کورونو کې د ودنو پرمهال سخته ګڼه ګوڼه وي."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې کرونا ویروس یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۹ ژوند اخیستی او ۳۷۸ نور پرې اخته شوي دي.

د تازه ثبت شوېو پېښو سره په ټول افغانستان کې له دې ویروسه د مړو شوېو شمېر ۶۱۴۷ او د مثبتو پېښو شمېر څه کم یو لک او ۴۰ زرو ته پورته شو.

XS
SM
MD
LG