د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

روغتیا وزارت:کرونا واکسین لپاره د خلکو تقاضا ورځ په ورځ زیاتېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هېواد کې د کرونا ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره د خلکو تقاضا ورځ په ورځ زیاتېږي.

اوس مهال په افغانستان کې د کرونا پرضد اسټرازینیکا، سینوفارم او جانسن اینډ جانسن واکسینونه تطبیقېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دې واکسینونو کمپاین به په ټول هېواد کې دوام وکړي.

ښاغلي نظري زیاته کړه: "له نېکه مرغه اوس مهال په ټول هېواد کې د واکسین لپاره د خلکو ډېره پراخه تقاضا لیدل کېږي. موږ به د واکسین د تطبیق بهیر ته په عادي ډول د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې دوام ورکړو."

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې تر دې دمه په افغانستان کې شااوخوا ۱،۱ میلیونه کسان واکسین شوي، خو ویل کېږي له دې سره-سره افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر لږ وګړي یې د کرونا پرضد واکسین شوي دي.

اوس مهال په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو ټول شمېر له ۶۰۰۰ کسانو اوښتی او نژدې ۱۳۸ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG