د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

افغانستان کې د تور 'فنګس' ناروغۍ ۱۵ پېښې ثبت شوي؛ څه ډول ناروغي ده؟  


افغانستان کې د تور 'فنګس' ناروغۍ ۱۵ پېښې ثبت شوي
افغانستان کې د تور 'فنګس' ناروغۍ ۱۵ پېښې ثبت شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له پراخېدو سره هم مهاله، د افغانستان روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د تورقارچ 'فنګس' ناروغۍ د ۱۵ پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل چې ډېری دغه پېښې په کابل کې ثبت شوي دي: "تور قارچ 'فنګس' ناروغۍ ۸ پېښې په کابل کې، دوه په بلخ کې او یوه-یوه پېښه په بامیان، جوزجان، وردګ، فراه او سمنکان ولایتونو څخه ثبت شوې ده، عموماً دا فنګسونه زموږ په چاپیریال کې موجود دي او کله چې د انسان دفاعي سیستم کمزوري شي، هغه وخت کې دا فنګس یې په عضویت کې د ناروغۍ لامل کېږي."

  • تور فنګس څه ډول ناروغي ده؟

ازادي راډیو دا پوښتنه له ډاکټر میرویس علیزي څخه وکړه، د نوموړي په وینا، دا ناروغي جدي فنګسي ستونزه ده او په هغه کسانو کې چې بدن یې نه شي کولای د انتاناتو پر وړاندې ودرېږي زیاته منځ ته راځي.

نوموړی وایي، دا ناروغي په هغو کسانو کې پیدا کېږي چې د بدن مقاومت او دفاعي سیستم یې د وېروسي ناروغیو له کبله کمزوری شوی وي او د تور فنګس باکټریا په نورمال ډول د انسان په بدن او ککړه سبزۍ او ترکارۍ کې موجوده ده، خو معمولاً یې د بدن دفاعي سیستم د فعالیت مخه نیسي.

د ده په وینا، تور فنګس باکتریا په مېوو - په تېره هغو مېوو کې چې ډېر وخت پرې تېر شوی او مړاوې شوې وي هم شته.

  • د دغې ناروغۍ نښې نښانې څه دي؟

ډاکټران، د دې ناروغۍ په اړه وایي چې دا لومړی پزه او ستوني کې ځای نیسي او بیا له هغه وروسته سترګو، مغزو او ټول وجود کې خپرېږي.

ډاکټران، د تور فنګس ناروغۍ په اړه وایي چې دا لومړی پزه او ستوني کې ځای نیسي
ډاکټران، د تور فنګس ناروغۍ په اړه وایي چې دا لومړی پزه او ستوني کې ځای نیسي

د دې ناروغۍ د نښو په اړه ډاکټران وايي، د ناروغ پوزه بندېږي، غاښونه یې متحریک کېږي او بهېږي، سترګې یې پړسېږي او حرکت یې محدودېږي، ستونی یې تنګېږي او دا ټولې پړسېدلې ساحې یې تور زخمونه پېدا کوي.

عامې روغتیا وزارت وایي، کله چې انسان په تور فنګس اخته شي، د ناروغ پر سترګو، مخ او دماغ اغېز کوي او که مخنیوی یې ونه شي، د انسان له پوستکي دماغ ته سرایت کوي او بیا پر سترګو او مغزو او چې ناروغي پرمختللې شي، ناروغ کس سالنډۍ، ټوخي او خونریزۍ پیدا کوي.

د دغه وزارت په وینا، په دغې ناروغۍ په نړۍ کې د مړینې کچه څه باندې ۵۰ سلنه ده.

  • له دې ناروغۍ افغانستان کې څومره کسان مړه شوي؟

عامې روغتیا وزارت وایي، په تېره نږدې یوه میاشت کې په تور فنګس ناروغۍ اخته ٧ ناروغان مړه شوي دي.

عامې روغتیا وزارت وایي، کله چې انسان په تور فنګس اخته شي، د ناروغ پر سترګو، مخ او دماغ اغېز کوي
عامې روغتیا وزارت وایي، کله چې انسان په تور فنګس اخته شي، د ناروغ پر سترګو، مخ او دماغ اغېز کوي

په کابل کې ٣ تنه او د مړینې یوه-یوه پېښه په بلخ، بامیان، سمنګان او جوزجان کې ثبت شوې ده.

  • روغتیا نړېوال سازمان په دې اړه څه وایي؟

د روغتیا نړېوال سازمان د موندونو پر بنسټ دغه ناروغي ساري نه ده، خو د ناروغ له ککړو وسایلو سره د تماس له لارې انتقالیږي.

روغتیا نړېوال سازمان په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي، د دوی موندونې ښيي چې په کرونا ویروس، سرطان، اېچ ای وي او شکرې ناروغۍ اخته کسانو کې د تور فنګس ناروغۍ د پیدا کېدو احتمال زیات دی.

همدانګه ډاکټر علیزی وایي چې دغه فنګسونه تر ډېره په نمجنو ځایونو کې پیدا کېږي: "عموماً دغه فنګسونه په خاورو ، په وراسته شوېو د ونو پاڼو، وراسته شوېو میوه جاتو کې پیداکېږي، دا هغه څیزونه دي چې دغه فنګس هلته ژوند کوي، یعنې مساعده محیط ورته نمجن ځای دی چې دغه فنګسونه هلته موجود دي."

د نوموړي په وینا، که دا ناروغي اعصابو ته لار پېدا کړي، نو د بدن د معیوبیت لامل هم ګرځي.

د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا چې میو کور مایکوزس (Mucormycosis) یا د تور فنګس ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې وپېژندل شوه او په ۱۸۸۵ زیږدیز کال کې ورباندې د مایکوسز یا موکورینیا نوم کېښودل شو چې بیا وروسته د میوکورمایکوسز په نوم مشهوره شوه او کله-کله ورته زایګو مایکوسز هم وایي.

د عامې روغتیا زارت که څه هم افغانستان ته د دغې ناروغۍ د راتلو دقیقه نېټه نه ښیي، خو وایي، نږدې یوه میاشت وړاندې له دوی سره د فنګس ناروغۍ پېښې ثبت شوې.

پر دغې ناروغۍ لومړی په هند کې د کرونا ویروس د ناروغۍ د روانې څپې په وروستیو کې هغه کسان اخته شوه چې د کرونا ویروس ناروغي یې یا تېره کړې وه او لا هم له دغې ناروغۍ کړېدل.

د عامې روغتیا وزارت سرپست وحید مجروح له خلکو غوښتي و چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې عملي کړي
د عامې روغتیا وزارت سرپست وحید مجروح له خلکو غوښتي و چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې عملي کړي

د روغتیا وزارت په وینا چې دوی د یادې ناروغۍ د مخنیوي او پرې د اخته کسانو درملنې لپاره جدي چمتوالی نیولی دی.

  • د ناروغۍ مخنیوی څومره شونې ده؟

روغتیا پالان وایي چې پر تور فنګس د اخته کسانو باید ژر جراحي وشي او د بدن همغه برخې یې لېرې شي څو د بدن نورو برخو ته یې له خپرېدو مخنیوی وشي.

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپست وحید مجروح له خلکو غوښتي و چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې عملي کړي او د ناروغانو له ککړو څیزونو او هغو توکو ځان لېرې وساتي چې شک کېږي چې دغه فنګسونه په کې موجود دي.

روغتیا وزارت وایي، د تور فنګس ناروغۍ لامل د 'موکورمایکوزیس' په نوم یو فنګس دی، ځکه په دې نوم نومل شوی چې له امله یې د پزې شااوخوا برخې رنګ تغییر او نسج ته زیان رسېږي چې په نتیجه کې د پزې شااوخوا برخه کې د تور رنګ جوړېدو لامل کېږي.

د ډاکټرانو په وینا، دغه ناروغي واکسین نه لري، خو د ګرد او خاورو له سیمو لېرې والی، د ماسک تړل، له چټلو لکه ډنډو، ویالې او نورو اوبو لېرې والی، د بدن د معافیت لوړوالی او د بدن د زخمونو مینځل کولای شي له دې ناروغۍ مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG