د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

روغتیا وزارت: د کرونا پېښې په کمېدو دي، خو وړه تېروتنه ستونزې لا زیاتوي


په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي.

وحید مجروح د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) له خبریالانو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، که روغتیایي سپارښتنې عملي نه شي دغه ویروس لا هم ګواښوونکی دی.

ښاغلي مجروح زیاته کړه: "د شواهدو پر بنسټ ډېری ولایتونو کې دغه ناروغي له لوړې کچې ښکته راغلې او ورو-ورو دا کچه را ټېټېږي، خو کوچنۍ تېروتنه به ستونزه لا زیاته کړي، هغه جدي ګواښونه چې موږ ترې اندېښمن یو د لوی اختر رارسېدل دي، د اختر په څلورمه د ښوونځیو پرانېستل او په ایران او پاکستان کې د کرونا پنځمه څپه ده چې افغانستان به د کرونا له څلورمې څپې سره مخ کړي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ښاریانو نیوکه وکړه چې لا هم له ګڼې ګوڼې ډکو سېمو ته ځي.

وحید مجروح د ودونو تالارونو پرانېستل او له ګڼې ګوڼې ډکو سېمو ته تلل د کرونا پېښو د زیاتېدو لامل یادوي.

ښاغلي مجروح د اکسیجن کمښت یوه جدي ستونزه یاده کړه او ټینګار یې وکړ، که د کرونا پېښې په هېواد کې زیاتې شي دغه وزارت ټولو ناروغانو ته د اکسیجن د رسولو توان نه لري.

نوموړي یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې د اختر ورځو کې د یو بل کورته له تلو راتلو ډډه وکړي او د ټیلیفون له لارې په اختر مبارکیو بسنه وکړي.

د روغتیا وزارت نوې شمېرې ښیې چې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېرو۲۴ ساعتونو کې۸۸۷ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي او ۶۶ تنه ترې مړه شوي دي.

د دغه وزارت معلومات ښیې چې د کرونا ویروس له پیله تر دې دمه ۱۴۱ زره او ۴۹۹ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي او ۶۲۱۳ تنه ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG