د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

چین کې افغان سفیر: ډېر ژر به د کرونا ضد واکسین کابل ته ولېږدوو


ارشیف، د چین له لوري مرسته شوي واکسینونه، هغه واکسینونه چې پخوا یې مرسته شوې.
ارشیف، د چین له لوري مرسته شوي واکسینونه، هغه واکسینونه چې پخوا یې مرسته شوې.

په چین کې د افغانستان سفیر وایي، هڅه کوي چې ژر له دغه هېواده یو میلیون ډوزه کرونا واکسین کابل ته ولېږدوي.

جاوید احمد قایم ازادي راډیو ته وویل، دوی د چین د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د واکسین د لېږد پر لارو چارو کار کوي: "پر نورو جزییاتو به یې د افغانستان سفارت د چین له وزارت خارجې سره کار وکړي، موږ به د دې د لېږدولو پر وخت او دا چې کوم واکسین به استوو راتلونکې اوونۍ کار وکړو او جزییات به یې درسره شریک کړو."

دا هغه واکسین دی چې وړمه ورځ یې د چین ولسمشر شي جین پینګ له افغان سیال محمد اشرف غني سره د مرستې ژمنه وکړه.

چین د تېرکال په جوزا میاشته کې هم افغانستان ته ۷ لکه ډوزه واکسین ورکړی و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال کې ټولټال د کرونا ۴۸ میلیونه ډوزه واکسین ته اړتیا لري چې د نوي فیصده هغو تدارک یې کړی دی.

XS
SM
MD
LG