د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

چبن افغانستان ته د کرونا ضد یو میلیون ډوزه واکسین ورکوي


ارشیف، د چین له لوري مرسته شوي واکسینونه
ارشیف، د چین له لوري مرسته شوي واکسینونه

چین وایي، د کرونا یو میلیون ډوزه واکسین به افغانستان ته ورکړي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ دا ژمنه پرون جمعه (د چنګاښ ۲۵مه) د افغانستان له ولسمشر سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال وکړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا تر اوسه یو اعشاریه یو میلیون کسانو ته د کرونا واکسین ورکړل شوی دی.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند دستګیر نظري ازادي راډیو ته وویل چې د واکسینونو کمپاین په ټول افغانستان کې روان دی: "له نېکه مرغه اوس مهال په ټول هېواد کې د واکسین لپاره د خلکو ډېره پراخه تقاضا لیدل کېږي. موږ به د واکسین د تطبیق بهیر ته په عادي ډول د هېواد په څلور دیرش ولایتونو کې دوام ورکړو."

په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېره تر شپږ زره اوښتې ده او نژدې یو لک او اته دېرش زره کسان تر اوسه په دې نارغۍ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG