چارواکي: سږکال په کندهار کې ډېر لږ کوکنار کرل شوي

ارشیف، کندهار کې کرل شوي کوکنار

څو میاشتې کېږي چې د کندهار په څو ولسوالیو کې جګړه روانه ده او د هلمند ولايت برعکس سږکال په کندهار ولايت کې له جګړو سره سره د کوکنارو کښت کم شوی دی.

د کندهار ځايي چارواکي د کوکنارو په کښت کې د لږوالي علتونه جګړه، وچکالي او د ترياکو ارزاني بولي.

د کندهار د والي وياند احمد بهير احمدي ازادي راډيو ته وويل، عامه پوهاوی او بديل کښت د دې سبب شوی چې د کوکنارو کښت کم شي، خو سږکال د کوکنارو په کښت کې د کموالي اصلي علتونه پرله‌پسې جګړې او د جګرو له امله د بزګرو کډوال کېدل دي.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "د دولت تر واک لاندې سيمو کې د بديل کښت ترويج د دې لامل شو چې خلک سږکال کوکنار ونه‌کري، دوهمه اساسي موضوع وچکالي ده، سږکال بزګرو ونه‌غوښتل چې د کوکنارو د کښت له لارې ځانونو ته زيان ورسوي او درېيمه موضوع د کندهار په ځينو ولسوالیو کې جګړې وې چې په نتيجه کې يې بزګر دې ته اړ شول چې خپلې سيمې پرېږدي، له همدې امله سږکال د پخوا په پرتله په کندهار کې د کوکنار کښت د نېشت برابر و."

ارشیف، کندهار کې د کرل شویو کوکنارو د تریاکو د حاصلاتو ټولول

ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي او ميوند د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې ډېر کوکنار په‌کې کرل کېږي، خو له دې ولسواليو څخه سږ کال يوازې په ميوند ولسوالۍ کې ډېر کوکنار کرل شوي او په پاته درېيو ولسواليو کې له څو مياشتو راهيسې جګړه روانه ده.

د احصائيې او معلوماتو ادارې د سروې له مخې په ۱۳۹۹ شمسي کال کې د کندهار په ۲۰ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي و چې د تېر کال په پرتله‌يې په سلو کې ۴۷ ډېروالی ښوده.

د کندهار ولايتي شورا بیا پر حکومت انتقاد کوي او وايي چې که حکومت بزګرو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دې ترڅنګ له بزګرو سره د بديلو کښتونو په برخه کې مرستې وکړي، نو بزګر به نور هم د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي.

د دغې شورا غړی عطاالله په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت عواملو ته په اشارې زیاتوي: "څو مياشتې کېږي چې په کندهار کې کوکنار نه‌کرل کېږي، ځکه په څو ولسواليو کې جګړه روانه ده، ان دا چې له خلکو څخه باغونه هم پاته دي، په ځينو ولسواليو کې لکه ډنډ، معروف او ارغستان کې خلک ځکه کوکنار نه‌کري چې ارزانه دي او د پخوا په شان چندان پيسې نه‌جوړوي، که حکومت د بزګرو غوښتنو ته پام وکړي د کوکنارو کښت به تر دې هم کم شي او د خلکو پام به د زراعت نورو برخو ته واوړي."

ارشیف، کندهار کې کرل شوي کوکنار

په تېرو څو کلونو کې د کندهار ډېری لاس ته راغلي ترياک د دې لپاره له افغانستان څخه دباندې قاچاق کېدل چې هيروئين ځینې جوړېدل، خو اوس د دې ولايت پر شاوخوا د هيروئينو کوچنۍ کارخانې جوړې شوي او توليد شوي تریاک په همدې کارخانو کې په هيروئينو اوړي، له همدې امله د ترياکو بیه ټیټه شوې ده.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

سږکال په کندهار کې ډېر لږ کوکنار کرل شوي دي